د اوکرایین ولسمشر زلنسکي د عربستان پلازمینې ریاض ته رسیدلی
(last modified Tue, 11 Mar 2025 01:44:08 GMT )
Mar 11, 2025 06:14 Asia/Kabul
  • د اوکرایین ولسمشر زلنسکي د عربستان پلازمینې ریاض ته رسیدلی

زمونږ خبریال راپور راکړی د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د امریکا او اوکرایین ترمنځ له مذاکراتو یوه ورځ مخکې عربستان ته تللی.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په دغه هېواد کې د جګړې پای ته رسولو په موخه له امریکا  سره تر مذاکراتو یوه ورځ مخکې د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی دی.

الجزیرې ټیلي ويژن پرون  راپور ورکړی چې زېلېنسکي ریاض ته تللی او ټاکلې ده د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوري به د اوکرایین جګړې ختمولو په موخه وغږېږي.

زېلېنسکي ویلي چې هغه په خپله له امریکايي پلاوي سره مذاکراتو کې ګډون نه کوي، خو د اوکرایین بهرنیو او دفاع وزیران، یو جګپوړی پوځي چارواکی او د دفتر رییس به یې د پلاوي برخه وي.

 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وار دمخه له اوکراییني چارواکو سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی دی.

د منځني ختیځ لپاره د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ویلي چې تمه کېږي په دغو مذاکراتو کې به د اوکرایین جګړې پای ته رسولو لپاره پرمختګ وشي.