په بیت لاهیا کې وژنه د جنګي جنایت یوه بېلګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158186-په_بیت_لاهیا_کې_وژنه_د_جنګي_جنایت_یوه_بېلګه_ده
پارس ټوډې - د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ په بیت لاهیا کې د صهیونیسټي رژیم د وژنې په غبرګون کې، دا یې یو جنګي جنایت وباله.
(last modified 2025-03-15T22:36:29+00:00 )
Mar 16, 2025 03:03 Asia/Kabul
  • په بیت لاهیا کې وژنه د جنګي جنایت یوه بېلګه ده

پارس ټوډې - د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ په بیت لاهیا کې د صهیونیسټي رژیم د وژنې په غبرګون کې، دا یې یو جنګي جنایت وباله.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پرون اعلان وکړ: اشغالګرو په بیت لاهیا کې یو وحشي جنایت ترسره کړی دی چې دا یو جنګي جنایت دی او د بشري ارزښتونو په اړه بې پروايي ښيي.

دې غورځنګ وویل: د اشغالګرو جنایت د سازماني شوي شخړو د زیاتوالي یوه برخه ده چې د تیري او د ټولو تړونونو د ماتولو د دوام لپاره د دوی نیت څرګندوي.

د جهاد اسلامي غورځنګ وویل: موږ اشغالګران د خپلو اقداماتو د پایلو مسئول ګڼو او ټینګار کوو چې مقاومت به د دوی د جنایتونو پر وړاندې لاس تړلی پاتې نه شي.

له دې څخه مخکې، د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د صهیونیسټي رژیم له لورې په بیت لاهیا د جنایت کې په غبرګون کې چې ۹ کسان پکې په شهادت ورسېدل، اعلان وکړ چې دا یو خطرناک تیری دی او د ټولو نړیوالو قوانینو په اړه د اشغالګرو د بې پروايي د دوام ټینګار ښيي.