د مسلمانانو پر ضد دوه ګونی چلند په خطرناک ډول زیاتېږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158194-د_مسلمانانو_پر_ضد_دوه_ګونی_چلند_په_خطرناک_ډول_زیاتېږي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتوني ګوترش په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تعصب او له دوی سره د دوه ګوني چلند د زیاتوالي خبر ورکړی او د ټولنیزو رسنیو له مسئولینو یې د مخنیوي غوښتنه کړې.
(last modified 2025-03-16T02:53:09+00:00 )
Mar 16, 2025 07:20 Asia/Kabul
  • د مسلمانانو پر ضد دوه ګونی چلند په خطرناک ډول زیاتېږي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتوني ګوترش په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تعصب او له دوی سره د دوه ګوني چلند د زیاتوالي خبر ورکړی او د ټولنیزو رسنیو له مسئولینو یې د مخنیوي غوښتنه کړې.

الجزیرې ټلویزیون د ګوترش له قوله لیکلي، نوموړی پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي ویلي، موږ د مسلمانانو پر وړاندې د زیاتې کرکې خپرېدو شاهدان یوو په خبره یې، ځینې په ښکاره ډول د دوی عبادت خونو او یو شمېر ځایونو ته سپکاوی کوي او دا د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

سرچینې ویلي، په دې وروستیو کې د بشري حقونو څارونکو معلومات خپاره کړي، چې انګلستان، امریکا، هند او نورو هېوادونو کې د مسلمانانو پر وړاندې زیات سپکاوی او کرکه خپره شوې، خو په ښکاره دغه هېوادونه بیا د کرکې خپروونکو په وړاندې د خپلې مبارزې ملاتړ کوي.