اسلامي ایران په یمن د امریکا او د بریتانیا تیریګرې حملې وغندلې
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا په یوې بیانیې کښې په یمن باندې د امریکا او د انګلستان تیریګر بریدونه وغندل.
دغه شورا په دغه بیانیې کښې وویل د روژې په مبارکې میاشت کښې د یمن په ملت او هیواد باندې د امریکا او د انګلستان د هوايي بریدونو بیا پیلیدا یوځل بیا د یمن د ملت له زړور مقاومت څخه د سلطې د نظام ویره او د استکبار برمنډه څیره نندرې ته وړاندې کړه.
دغه بیانیه وايي چې د امریکا او د انګلستان دغه تیریګر اقدام نه یوازې د یوه خپلواکه هیواد په ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا باندې د تیري کولو ښکاره مصداق بلکې د لاسوهونکي سټراتيژۍ د دوام ښکاره نښه ده چې د یرغلیز کنټرول د نظریې پراساس ولاړه ده او هدف یې په لویدیځې اسیا سیمه کښې د بې ثباتۍ د رامینځته کولو دوام ، د هدایت شوي ګډوډۍ د منطق پیاوړي کول او د سیمې په نوي امنیتي نظم کښې سلطه غوښتنې او نیواکګرۍ ته د روا والي وربښل دي.
د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا په دوام کښې ټینګار وکړ چې د امنیتي نسبیت د نظریې په چوکاټ کښې د یمن د ماشومانو او د ښځو په شمول په ملکي وګړو باندې د حملو هدف ښودنه کوي چې لویدیځ قدرتونه خپلو جیو پولیټیک هدفونو ته د رسیدا په لاره کښې د بشري حقوقو ترټولو لومړنیو اصولو خلاف ورزۍ کولو ته تیار دي او د انساني امنیت مفهوم او د بشري حقوقو دوه ګوڼه معیارونه یوازې د خپلو سټراټيژیکو ګټو په چوکاټ کښې تعریفوي.