له آژانس سره شته اختلافات به حل شي
(last modified Tue, 18 Mar 2025 01:52:37 GMT )
Mar 18, 2025 06:22 Asia/Kabul
  • له آژانس سره شته اختلافات به حل شي

پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وویل: ایران او د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د اوږدمهالې همکارۍ سابقه لري چې دوی توانوي چې لږ شته اختلافات حل کړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي  پرون په "ایکس" ټولنیزې شبکې کې ولیکل: « د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس له عمومي مشر رافائل گروسي  سره په یوې روښانه او رغنده خبره اتره کې، د پاتې دوه مسایلو حل، د اټومي تاسیساتو امنیت او د اټومي مسایلو په اړه وروستي بدلونونه او د بندیزونو د لرې کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

غریب آبادي زیاته کړه چې: ایران او آژانس د اوږدمهالې همکارۍ سابقه لري چې دوی توانوي چې لږ شته اختلافات حل کړي، په دې شرط چې پر آژانس باندې بهرني سیاسي فشار پای ته ورسېږي او آژانس هم یو خپلواک، تخنیکي، بې طرفه او مسلکي چلند وټاکي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ټینګار وکړ چې: ایران د خپل ملي امنیت او ګټو د ساتنې تر څنګ، د خپلو پادماني ژمنو په چوکاټ کې له آژانس سره  همکارۍ ته ژمن دی.