د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سرایا القدس ویاند شهید شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم په بریدونو کښې د دغه غورځنګ د پوځي څانګې سرایا القدس د ویاند ابوحمزه شهادت تائید کړ.
دغه غورځنګ وویل چې د جهاد اسلامي غورځنګ د پوځي څانګی «سرایا القدس» ویاند « ناجي ابوسیف» چې لقب یې ابوحمزه و په غزې تړانګه کښې د هغه په کور باندې د صهیونیسټ رژیم په حملې کښې شهید شو.
دغه راز د ابو حمزه میرمنه شیما ابو سیف، د هغه ورور غسان ماهر ابوسیف، د غسان ماهر ابوسیف میرمنه ساره، او د سیف غسان ماهر او د دیما بچیان هم په دغه حملې کښې شهیدان شول.
د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو په نویو حملو کښې تراوسه له څلور سوه څلویښتو څخه زیات کسان شهیدان شوي او په لسګونو نور خلک بې درکه شوي هم دي کوم چې تر خاورو او کنډوالو لاندې شوي دي.
ویره شته د فلسطین د شهیدانو شمیر نور هم زیات شي.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د اسرائیلو رژیم په غزې تړانګې باندې د حملو له بیا پیلولو څخه مخکې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره مشوره کړي ده.