د امریکا کشتۍ د سویز اوبلارې پرځاې له افریقا څخه تګ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158370-د_امریکا_کشتۍ_د_سویز_اوبلارې_پرځاې_له_افریقا_څخه_تګ_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز وویل د یمن حملو د امریکا د بیرغ لرونکي پینځه اویا فیصده کشتیانې مجبوره کړي دي چې د افریقا د لوې وچې لاره غوره کړي.
(last modified 2025-03-24T02:41:37+00:00 )
Mar 24, 2025 07:09 Asia/Kabul
  • د امریکا کشتۍ د سویز اوبلارې پرځاې له افریقا څخه تګ کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز وویل د یمن حملو د امریکا د بیرغ لرونکي پینځه اویا فیصده کشتیانې مجبوره کړي دي چې د افریقا د لوې وچې لاره غوره کړي.

هغه وویل د امریکا بیرغ لرونکي پینځه اویا فیصده کشتیانې مجبوره دي چې له سویز اوبلارې د تیریدا پرځاې د افریقا له جنوبي سواحلو تیرې شي.

مایک والټز دغه راز ادعا وکړه چې په یمن باندې د امریکا په وروستیو  حملو کښې د یمن د توغندوي پروګرام د مشر په شمول د حوثیانو مهم مشران شهیدان شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز وویل مونږ د یمن په مرکزونو، ارتباطي مرکزونو ، د وسلو په کارخانو او حتی د بې پایلوټه الوتکو د جوړولو په تاسیساتو باندې بریدونه کړي.

هغه وویل د امریکا ولسمشر ټرامپ او د هغه حکومت فیصله کړي ده چې د یمن پرضد سخت اقدامات ترسره کړي.

د کشتیو د تګ راتګ د تحقیقاتو شرکت ایل ایس اي جي  وویل د افریقا له جنوبي سیمو د کشتیو تګ راتګ د اروپا او د اسا ترمینځ د کشتیو د سفر وخت دوه برابره کړی او د کشتیو لګښت یې کابو یو میلیونه ډالره نور هم زیات کړی دی.