امریکا د یمن په صعده ولایت بیا حملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158462-امریکا_د_یمن_په_صعده_ولایت_بیا_حملې_وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا جنګي الوتکو نن سهار وختي په یمن باندې نوي حملې وکړې.
(last modified 2025-03-27T08:06:53+00:00 )
Mar 27, 2025 12:34 Asia/Kabul
  • امریکا د یمن په صعده ولایت بیا حملې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا جنګي الوتکو نن سهار وختي په یمن باندې نوي حملې وکړې.

خبري سرچینو د امریکا د جنګي الوتکو لخوا د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې په السهلین سیمې د بمباریو خبر ورکړ خو تراوسه یې جزیات نه دي خپاره شوي.

له دې مخکې هم د امریکا جنګي الوتکو د یمن د پلازمینې صنعا په شمال او جنوب او د صعده ولایت په ختیځ باندې بریدونه کړي وو او دغو الوتکو په صعده ولایت کښې په سحار سیمې باندې درې ځله بمباریانې کړي وې.

د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر په یوې بیانیې کښې د صنعا ښار په هستوګنه سیمو باندې د امریکا او د انګلستان حملې یو جنایتکارانه او دښمانه اقدام وباله.