د امریکا جنګي الوتکو په یمن دیرش بریدونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158632-د_امریکا_جنګي_الوتکو_په_یمن_دیرش_بریدونه_کړي_دي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن سرچینو وویل چې امریکا بیګا دیرش ځله د یمن په بیلابیلو سیمو باندې حملې کړي دي.
(last modified 2025-04-01T12:48:58+00:00 )
Apr 01, 2025 12:48 Asia/Kabul
  • د امریکا جنګي الوتکو په یمن دیرش بریدونه کړي دي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن سرچینو وویل چې امریکا بیګا دیرش ځله د یمن په بیلابیلو سیمو باندې حملې کړي دي.

المسیره ټیلي ويژن خبر ورکړ چې امریکا بیګا د یمن په شمال کښې د صعده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې پینځلس ځله بریدونه کړي دي.

امریکا په دغو حملو کښې د یمن د صعده ولایت په ختیځو او جنوبي سیمو کښې هدفونه ویشتلي دي.

د یمن انصار الله غورځنګ ته نږدې سرچینو هم وویل چې امریکا د پلازمینې صنعا په جنوب کښې په سنحان سیمې هم پینځه ځله هوايي حملې وکړې.

بیګا د امریکا  پرله پسې حملې په داسې حال کښې دي چې د یمن انصار الله غورځنګ پرون وختي د امریکا د هوايي ځواک یوه پرمختللي بې پایلوټه الوتکه «ایم کیو نهه» نسکوره کړه.

د یمن د پوځ ویاند  یحیی سریع وویل دا د امریکا شپاړسمه بې پایلوټه الوتکه ده چې په سیمه کښې د یمن د ځواکونو لخوا غورځول شوي ده.

ویل کیږي چې امریکا د یمن الحدیده بندر ته نږدې په کاماران جزیرې هم دوې(۲) هوايي حملې کړي دي.