د امریکا جنګي الوتکو په یمن دیرش بریدونه کړي دي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن سرچینو وویل چې امریکا بیګا دیرش ځله د یمن په بیلابیلو سیمو باندې حملې کړي دي.
المسیره ټیلي ويژن خبر ورکړ چې امریکا بیګا د یمن په شمال کښې د صعده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې پینځلس ځله بریدونه کړي دي.
امریکا په دغو حملو کښې د یمن د صعده ولایت په ختیځو او جنوبي سیمو کښې هدفونه ویشتلي دي.
د یمن انصار الله غورځنګ ته نږدې سرچینو هم وویل چې امریکا د پلازمینې صنعا په جنوب کښې په سنحان سیمې هم پینځه ځله هوايي حملې وکړې.
بیګا د امریکا پرله پسې حملې په داسې حال کښې دي چې د یمن انصار الله غورځنګ پرون وختي د امریکا د هوايي ځواک یوه پرمختللي بې پایلوټه الوتکه «ایم کیو نهه» نسکوره کړه.
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل دا د امریکا شپاړسمه بې پایلوټه الوتکه ده چې په سیمه کښې د یمن د ځواکونو لخوا غورځول شوي ده.
ویل کیږي چې امریکا د یمن الحدیده بندر ته نږدې په کاماران جزیرې هم دوې(۲) هوايي حملې کړي دي.