امریکا د یمن په شمال ختیځ باندې بمباریانې کړي دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن خبري سرچینو وویل چې امریکا په شمال ختیځ کښې په حجه ولایت باندې بمباریانې کړي دي.
د یمن په شمال ختیځ کښې په حجه ولایت کښې په وشحه ولسوالۍ باندې درې ځله د امریکا لخوا حملې شوي دي.
د یمن د انصار الله خبري سرچینو ویلي دي چې د هیواد په لویدیځ کښې په الحدیده سیمه کښې د امریکا په حمله کښې د اوبو پروژې او ودانۍ ته تاوان رسیدلی او څو کسان شهیدان او ژوبل شوي هم دي.
المیادین ټيلي ويژن هم په حجه ولایت باندې د امریکا د وروستۍ حملې په توضیح کښې په صنعا کښې د خپل خبریال په قول وویل چې امریکا د صنعا په شمال لویدیځ کښې په حجه ولایت کښې په وشحه ولسوالۍ کښې په یوه ښوونځي او د روغتیا په یوه مرکز بمباریانې کړي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکومت ویاندې کارولین لیویټ(Karoline Leavitt) وړمه شپه ادعا وکړه چې په یمن باندې تراوسه څه د پاسه دوه سوه بریالۍ حملې شوي دي او ایران سخت کمزوری شوی دی.
هغې وویل امریکا د یمن د الحوثیانو مشران او مهم غړي چې په جنګي او تجارتي کشتیو یې حملې کولې وژلي دي.
د سپینې ماڼۍ د ویاندې دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې رسنیو راپور ورکړی د یمن انصار الله غورځنګ ویلي دي چې په تیرې دوشنبې ورځ یې په مارب ولایت کښې د امریکا یوه پرمختللي بې پایلوټه الوتکه ایم کیو نهه(MQ9) غورځولي ده او پرون یې فیلم هم خپور کړ چې پکښې د بې پایلوټه الوتکې سوځیدلي ټوټې ښودل شوي.
د یمن د انصار الله غورځنګ د مشرانو د وژلو په هکله د امریکا د سپینې ماڼۍ د ویاندې ادعا په داسې حال کښې ده چې دغه غورځنګ تراوسه د امریکا په حملو کښې د خپل هیڅ مشر وژل نه دي تائید کړي.