اسرائیلو د عامو فلسطینانو قتل عام زیات کړی دی
پارس ټوډې - د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مسئولانو په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي ريژم د پوځي عملیاتو د پراختیا په باب خبرداری ورکړی چې د اسرآئیلو پوځي عملیات د عامو خلکو د لازیات قتل عام سبب شوي او د فلسطین د ملت لپاره بوږنونکی پایلې لري.
پارس ټوډې د الجزیره له قوله راپور ورکړی،د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،چې په غزې تړانګې باندې د صهیونیستي رژيم د مځکنیو تیریو پراختیا او هغه جنایتونه چې د عامو فلسطینیانو په ضد ترسره کیږي، ډیر خطرناک دي.
په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی چې د صهیونیسټي رژيم حکومت په غزې کې د نیواکګرۍ په پياوړي کولو،د حایلو سیمو په پراختیا او ددغې سیمې د اوسیدونکو په پراخې کوچونې پسې دی.
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی څو د عامو فلسطینیانو په ضد دې د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله اقداماتو په وړاندې پریکنده دریځونه غوره کړي.
د اسرائيلي رژيم د جنګ وزیر په داوروستیو کې ادعا کړې چط صهیونیسټ رژيم به په غزې تړانګې په مځکنیو عملیاتو زیاتولو سره د مقاومتی ځواک د شتون د سیمو دپاکونې او د هغوي د بیخ بینائي تاسیساتو د له مینځه وړلو په خاطر پرمخ لاړ شي. هغه همدرااز د هغو ټاټوبو د پراخې نیونې لپاره چې ددغه رژيم امنیتی محدودې به زیاتې کړي ، دیوه پلان خبره کړې او له ښکیلو سیمو څخه ئې د غزې د اوسیدونکو د پراخې ویستنې دعملیاتو د اجرا خبر ورکړی دی.