د ایران په ضد د پوځي اقدام نتیجې به نه جبرانیدونکي وي
پارس ټودې - روسیې د څو ځل لپاره د ایران د ایټمي تاسیساتو په ضد د احتمالي پوځي اقدام د نتیجو په باب خبرداری ورکړی او دا ئې د درستې نړۍ لپاره بوږنونکی بللی دی.
پارس توډې د فارس له قوله راپور ورکړی، د روسیې دفاع وزارت پرون یو خل بیا خبرداری ورکړی چې د ایران دایټمي بیخ بینائيو د بمبارولو ګواښ د منلو وړ نه دی او په ځان پسې به نه جبرانیدونکي پایلې ولري.
دروسیې خارجه وزارت هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،ماسکو د ایران د ایټمی پروګرام په باب دحل پهاړه د خبرواترو په وسیله حل لارې موندلو ته ژمنه ده.
ددغه وزارت په وینا، په این پي ټي تړون کې د ایران غړیتوب ،دغه هیواد ته له ایټمی انرژۍ څخه د سوله ایزې استفادې حق ورکوي.
د روسیې خارجه وزارت یو ځل بیا خبر داری ورکړی چې د ایران په ضد له پوځي ځواکه استفاده غیر قانوني او د نه منلو وړ ده او د درستې نړۍ لپاره به بوږنونکي او نه جبرانیدونکي پایلې ولري. او باید له ګواښلو او دړکو دې ډډه وشي.
د امریکا کرغیړن ولسمشر ټرمپ د تیرې یکشنبې په ورځې له این بی سی سره په یوې مرکې کې وئيلي چې که له ایران سره د ایټمی پروګرام په باب کومې موافقې ته ونه رسیږي، نو په دوي حمله کوي او ددوي په ضد بندیزونه نوره هم زیاتوي.
داپه داسې حال کې دي چې په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍددغو ګواښونو په ځواب کې امنیت شورا ته په یوه لیک کې د هرډول بلاغوښتنې په باب جدي خبرداری ورکړی او وئيلي ئې دي ، ایران به د امریکا له خوا اود هرډول تیري یا حملې یا د ایران د حاکمیّت، مځکنۍ بشپړتیا او ملی ګټو په ضد دهغو نیابتي عامل اسرائيلو له خوا هرډول تیري ته چټک او پریکنده ځواب ورکړي.