د ایران اسلامي جمهوریت اټومي وسلې نه دې جوړې کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر «رافائل ګروسي» د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د سیاسي ادعاګانو د تکرارولو او په دې خبرې باندې ټینګار سره
چې د ایران اسلامي جمهوریت د پاخو شویو یورانیمو له زیرمو څخه له برخوریدا سره سره اټومي وسلې نلري د سیف ګارډ د مسائیلو د حل کیدا په بهیر کښې د چټکتیا غوښتنه وکړه.
رافائل ګروسي چې د ارجنټاین له «لا ناسیون ماس» ټیلي ويژن سره په یوه پروګرام کښې یې ګډون کړی و د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د لویدیځو هیوادونو د تبلیغاتي فضا جوړونو په هکله وویل فني بحثونو ته له ورګډیدا پرته زمونږ اټکل دا دی چې ایران همدا اوس په دومره اندازه پاخه شوي یورانیم لري چې د کابو شپږو یا اوو اټومي وسلو د جوړولو لپاره کافي دي خو زه دوباره ټینګار کوم دا په دې معنا نه دي چې ایران اټومي وسلې لري.
هغه دغه راز یادونه وکړه ارجنټاین ته له رسیدا سمدستي وروسته ما د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ټیلي فوني خبرې وکړې او موافقه مو وکړه چې زه په راتلونکو اونیو کښې د ځینو مسائیلو د شفاف کولو په بهیر کښې د چټکتیا لپاره تهران ته ورشم.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي تهران ته د خپل سفر هدف د تاوتریخوالو کمول وبلل او ویې ویل: باید خپله ټوله هڅه وکړو چې د یوه جنګ چې بې شکه غمیزه رامینځته کونکی به وي مخنیوي وشي.
د رافائل ګروسي دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې ایران په ځلونو ویلي دي د تهران اټومي پروګرام کاملا سوله ئیز ماهیت لري او د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي(NPT) د یوه غړي په توګه له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره ملګرتیا ته ژمن دی.