د اسرائیلو نیواکګر رژيم نن سهار بیا اته فلسطینیان شهیدان کړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د غزې تړانګې په جنوب کښې په «خان یونس» سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو په بریدونو کښې اته کسان شهیدان او شل نور ژوبل شوي دي.
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو نن سهار د غزې تړانګې په جنوب کښې د فلسطیني کډوالو په څو خیمو او یوه کور باندې بریدونو سره تراوسه اته کسان شهیدان کړي او شل نور ژوبل کړي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.
ځینو رسنیو د خان یونس په «الامل» کوڅې کښې د فلسطین د خبریال «اسلام نصر الدین» په کور باندې د برید او د هغه د شهیدیدا خبر ورکړی.
د اسرائیلو نیواکګر رژيم د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې له اتلسمې نیټې راهسې د اوربند په خلاف ورزیو په کولو او په غزې تړانګې باندې د پوځي تیریو په بیا پیلولو سره تراوسه یوزر او درې سوه نهه بې ګناه فلسطینیان شهیدان کړي او درې زه او یوسل څلور اتیا نور یې ژوبل کړي.
له اسرائیلو سره ټولې وسله والې ، پوځي او لاجیسټیکي مرستې امریکا، انګلستان ، فرانسه ، جرمني او ځینې نور اروپايي او عرب هیوادونه لکه متحده عربي امارات، اردن ، بحرین وغیره کوي.