د صهیونیسټ رژيم قومندانانو په لومړي وزیر نیوکه وکړه
(last modified Sun, 06 Apr 2025 07:26:27 GMT )
Apr 06, 2025 11:56 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم قومندانانو په لومړي وزیر نیوکه وکړه

العالم ټیلي ويژن راپور راکړی د اسرائیلو د پوځ ، د پولیسو ، د جاسوسۍ ادارې موساد او د شین بت د پخوانیو مشرانو په شمول اولسو پخوانیو امنیتي قومندانانو په لومړي وزیر نتانیاهو تور ولګاوه

چې اسرائیل یې په خطر کښې اچولی دی او نتانیاهو  یې د اسرائیلو لپاره ګواښ وباله.

د اسرائیلو دغو امنیتي مشرانو نیغ په نیغه په لومړي وزیر نتانیاهو نیوکه وکړه او هغه یې د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر د اومې نیټې د غمیزې مسوول وباله، ځکه چې حماس غورځنګ وتوانید چې د غزې تړانګې د شاوخوا د ښارګیو په داخل  کښې بې مخینې عملیات ترسره کړي.

د اسرائیلو دغو مشرانو ادعا وکړه چې لومړي وزیر نتانیاهو په تیرو کلونو کښې د حماس د پیاوړي کولو او د هغه په مشرانو باندې د حملو د مخنیوي سیاست تعقیبوه چې له کبله یې دغه غورځنګ لا پسې قدرتمن شوی کوم چې د اسرائیلو د امنیت لپاره ډیر خطر دی.

د اسرائیلو د دغو  قومندانانو دغه نیوکه همدلته نه ختمیږي ځکه چې هغوې باوري دي چې له معلومو هدفونو پرته په غزې کښې د جنګ دوام او په تیره بیا زیات نړیوال دباونه او د لبنان له حزب الله سره په شمالي جبهې کښې د جنګ د زیاتیدا د پایلو په هکله ویره ځان پسې ولري او د دغه رژیم لړزانده امنیت نور پسې کمزوری کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې مخکې د اسرائیلو دفاع وزیر «یسرائیل کاتز» چې د صهیونیسټ رژيم ټولنو هغه په نالایقتوب او د لومړي وزیر نتانیاهو په لاس کښې په یوې لوبتکې جوړیدا تورنوي وویل د پوځي عملیاتو هدف د بندیانو د بیرته راستنولو لپاره په حماس باندې د دباو زیاتول دي.