د صهیونیسټ رژيم د نسل کشۍ په اړه چوپتیا اندیښمنونکي ده
(last modified Wed, 16 Apr 2025 00:07:07 GMT )
Apr 16, 2025 04:37 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم د نسل کشۍ په اړه چوپتیا اندیښمنونکي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې تړانګې د هراړخیزه کلابندۍ د دوام په هکله خبرداري سره دغه حالت د پلان شوي نسل کشۍ د پلان یوه برخه وبلله کومه چې د نړیوالې ټولنې له اندیښمنونکي چوپتیا سره یوځاې ده.

حماس غورځنګ د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې د پرله پسې اومې اونۍ لپاره صهیونیسټ رژيم د غزې تړانګې په کامل ډول د کلابندۍ په دوام سره دغه سیمې ته د خوراکي توکو، درملو او د سونګو د ورتلو مخه نیسي او د اوبو د  څاګانو او د اوبو د تصفیه او پاکولو د مرکزونو په شمول په مهمو بیخ بنایانو باندې حملې کوي.

د فلسطین حماس غورځنګ دغه راز خبرداری ورکړ چې د صهیونیسټ رژيم د حملو دوام د فلسطین د ملت او د سیمې د ملتونو لپاره جدي خطر ګڼل کیږي او له هغه سره مقابله پیوستون او په پراخه سویه اقدام ترسره کولو ته ضرورت لري.

حماس غورځنګ په دغه بیانیې کښې د نړیوالو منشورونو او قوانینو اصولو ته د بیرته ستنیدا پرضرورت باندې ټینګار سره چې د صهیونیسټ رژیم لخوا یې خلاف ورزیانې کیږي په عربو او اسلامي حکومتونو او ملتونو غږ وکړ چې د تاریخي او د متحد دریځ په غوره کولو سره د دغه ظالمانه کلابندۍ د ختمولو او د فلسطین له ملت څخه د هراړخیزه ملاتړ لپاره اقدام ترسره کړي.