په هند کې له  ۱۷۰ زیات  اسلامي ښونځي وتړل شول
(last modified Thu, 17 Apr 2025 00:30:05 GMT )
Apr 17, 2025 05:00 Asia/Kabul
  • په هند کې له  ۱۷۰ زیات  اسلامي ښونځي وتړل شول

په هندوستان د اترکند صوبې  کې له  ۱۷۰ څخه زیاتې اسلامي مدرسې د  صوبائي چارواکو لخوا  وتړل شوې.

زمونږبخریال  د ایکنا نیوز له قوله راپور راکړی،دهندوستان   د اترکنډ  صوبائي  حکومت  ، چې د بهاراتیا جنتا ګوند لخوا ئې رهبري کیږي، په دې وروستیو کې په بیلابیلو سیمو کې د ۱۷۰ اسلامي ښونځیو د تړلو اقدام کړی. د کشمیر رسنیزې ادارې  په وینا،  صوبائي چارواکو ادعا کړې چې دا مدرسې د ښوونځیو په شورا یا د پوهنې په وزارت کې ثبت شوې نه وې. د صوبې اعلی وزیر   پوشکار سینګ دامي د دفتر  په مطبوعاتي اعلامیې کې ویل شوي چې دا اقدام د حکومتي  ټیمونو لخوا له  پراخو پلټنو او سروې ګانو  وورسته د  پایلو پر اساس ترسره شوی. چارواکو زیاته کړې چې دا ممکنه ده  یوازې پیل وي، ځکه چې اوسمهال دکابو  ۵۰۰ نورو  دیني مدرسو څیړنې  هم روانې دي او د تړلو له خطرې سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې ډیری هدف شوي تعلیمي موسسې له لسیزو راهیسې فعالیت کوي او د دوي احتمالي تړلو، د  ځاي  ټولنو ترمینځ اندیښنې راپارولي. د مدني حقونو ډلو او مسلمانو مذهبي مشرانو له حکومته غوښتي چې په دې برخه کې شفاف او عادلانه چلند و کړي او خبرداری یې ورکړی چې له  قانوني  پلټنو او ارزونو پرته د مسلمانانو دیني مدرسو تړل کیدای شي بې باوري ژوره کړي او زیانمنې ټولنې نورې هم  څنډې ته کړي. په اترکنډ صوبې   کې د اسلامي مدرسو پر ضد دا اقدام د بیلابیلو اسلامي ډلو ټپلو او تنظیموننو  او سیاسي مشرانو سخت غبرګونونه راپارولي.