په هند کې له ۱۷۰ زیات اسلامي ښونځي وتړل شول
په هندوستان د اترکند صوبې کې له ۱۷۰ څخه زیاتې اسلامي مدرسې د صوبائي چارواکو لخوا وتړل شوې.
زمونږبخریال د ایکنا نیوز له قوله راپور راکړی،دهندوستان د اترکنډ صوبائي حکومت ، چې د بهاراتیا جنتا ګوند لخوا ئې رهبري کیږي، په دې وروستیو کې په بیلابیلو سیمو کې د ۱۷۰ اسلامي ښونځیو د تړلو اقدام کړی. د کشمیر رسنیزې ادارې په وینا، صوبائي چارواکو ادعا کړې چې دا مدرسې د ښوونځیو په شورا یا د پوهنې په وزارت کې ثبت شوې نه وې. د صوبې اعلی وزیر پوشکار سینګ دامي د دفتر په مطبوعاتي اعلامیې کې ویل شوي چې دا اقدام د حکومتي ټیمونو لخوا له پراخو پلټنو او سروې ګانو وورسته د پایلو پر اساس ترسره شوی. چارواکو زیاته کړې چې دا ممکنه ده یوازې پیل وي، ځکه چې اوسمهال دکابو ۵۰۰ نورو دیني مدرسو څیړنې هم روانې دي او د تړلو له خطرې سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې ډیری هدف شوي تعلیمي موسسې له لسیزو راهیسې فعالیت کوي او د دوي احتمالي تړلو، د ځاي ټولنو ترمینځ اندیښنې راپارولي. د مدني حقونو ډلو او مسلمانو مذهبي مشرانو له حکومته غوښتي چې په دې برخه کې شفاف او عادلانه چلند و کړي او خبرداری یې ورکړی چې له قانوني پلټنو او ارزونو پرته د مسلمانانو دیني مدرسو تړل کیدای شي بې باوري ژوره کړي او زیانمنې ټولنې نورې هم څنډې ته کړي. په اترکنډ صوبې کې د اسلامي مدرسو پر ضد دا اقدام د بیلابیلو اسلامي ډلو ټپلو او تنظیموننو او سیاسي مشرانو سخت غبرګونونه راپارولي.