د ایران اسلامي جمهوریت په خبرو کښې ډیر جدي دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159224-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_په_خبرو_کښې_ډیر_جدي_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند« ابراهیم رضايي» وویل
(last modified 2025-04-21T01:33:53+00:00 )
Apr 21, 2025 06:00 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت په خبرو کښې ډیر جدي دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند« ابراهیم رضايي» وویل

 د خارجه وزارت د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال« کاظم غریب ابادي» د ملي امنیت د کمیسیون په غونډې کښې په شتون سره ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په اټومي خبرو کښې جدي دي او د ځنډ غوښتونکی نه دی او مقابل لوری هم باید خپل جدیت وښي او د صهیونیسټ رژیم تر دباو لاندې چې د خبرو اترو د ناکامولو هڅه کوي ورنشي.

هغه د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون د پرونۍ غونډې په هکله وویل په دغه غونډه کښې د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او د حقوقي چارو مرستیال کاظم غریب ابادي ګډون وکړ او د کمیسیون غړیو ته یې د امریکا او د ایران د خبرو اترو د دوهم پړاو په هکله راپور ورکړ او د غړیو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند ابراهیم رضايي په دې خبرې سره چې د کاظم غریب ابادي له وینا سره سم چې د بایکاټونو ختمول باید په دې ډول وي چې د ایران د ملت د اقتصادي  ګټې سبب شي زیاته کړه د ایران د خارجه وزیر مرستیال کاظم غریب ابادي وویل مونږ د یورانیمو د پخولو لپاره د ایران د حق د اصل په هکله خبرې نه کوو او د یورانیمو پخول زمونږ د سرو کرښو برخه ده او ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي او د یورانیمو پخول هم په ایران کښې د سوله ئیزو هدفونو لپاره ترسره کیږي.

کاظم غریب ابادی وویل بایکاټونه یعني د امریکا د کانګرس د بایکاټ قوانین او د امریکا د ولسمشر اجرايي حکمونه باید حتما لغو شي.