د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي کارپوهانو ناسته شنبې ته وځنډېده
Apr 23, 2025 13:17 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي کارپوهانو ناسته به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.
ټاکل شوې وه چې دا ناسته نن چهارشنبه د ایران او امریکا د پلاویو ترمنځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د عمان د وړاندیز او د ایران او امریکا د پلاویو ترمنځ د هوکړې له مخې، د دواړو هېوادونو تخنیکي- مشورتي ناسته د شنبې ورځې ته وځنډول شوه.
ټیګونه