د امریکا جنګي او تجارتي کشتۍ باید مفت تګ راتګ وکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل چې د واشنګټن پوځي او تجارتي کشتیانې وکولای شي په مفت ډول له پاناما او سویز اوبلارو تګ راتګ وکړي ځکه چې دغه دوې اوبلارې به له امریکا پرته وجود ونلري.
ټرامپ پرون په خپل «تروت سوشل» اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل د امریکا کشتیانې که هغه پوځي وي او که تجارتي باید اجازه ولري چې په مفت ډول له پاناما او سویز اوبلارو تګ راتګ وکړي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ ډاګینه کړه پاناما او سویز اوبلارې به له امریکا پرته وجود ونلري او ما له خپل خارجه وزیر مارکو روبیو غوښتي دي چې سمدستي په دغه حالت غور وکړي او هغه په یادګار پریږدي.
د پاناما اوبلاره چې اطلس او ارام اوقیانوسیې له یوبل سره ګنډي په نولس سوه څوارلسم میلادي کال کښې خپل کار پیل کړی او دغه کانال د امریکا لخوا رامینځته شوی او کنټرول یې هم د نولس سوه نولسم میلادي کال د دسمبر په یودیرشمه نیټه پاناما هیواد ته سپارل شوی و.
له پاناما اوبلارې د نړۍ کابو پینځه فیصده تجارت ترسره کیږي.