د اسرائیلو لومړی وزیر واټیکان ته له سفر کولو پښیمانه شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم خبري سرچینو وویل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د دغه ویرې له کبله چې شاید په هالینډ کښې دیره د انصاف د نړیوالې محکمې لخوا د هغه د نیول کیدا حکم اجرا شي واټیکان ته له سفر کولو پښیمانه شو.
د اسرائیلو یدیعوت احارونوت ورځپاڼې بیګا واټیکان ته له سفر څخه د لومړي وزیر نتانیاهو پښیمانه کیدا ته اشارې سره وویل نتانیاهو غوښتل چې په واټیکان کښې د نوي پاپ د لوړې په دستورو کښې ګډون وکړي خو د ده پرضد صادر شوي د نیولو د حکم د احتمالي اجرا څخه د اندیښنې په دلیل له دغه سفر څخه پښیمانه شو.
په هالینډ کښې دیره د جنايي جرمونو محکمې اینټرنیشنل کریمینل کورټ د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې په یویشتمه نیټه د جنګي جنایتونو د ترسره کولو او د غزې د خلکو پرضد د وسلې په توګه له لوږې څخه د استفادې په تور د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو او د جنګ د لیرې کړې شوي وزیر ایو ګالانټ د نیول حکم صادر کړی و.
له دغه حکم وروسته صهیونیسټ رژیم له نوموړي محکمې غوښتي وو چې د لومړي وزیر او د جنګ د وزیر د نیولو د حکم په هکله بیا کتنه وکړي.