د اسرائیلو لومړی وزیر واټیکان ته له سفر کولو پښیمانه شو
(last modified Fri, 16 May 2025 23:31:38 GMT )
May 17, 2025 04:01 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو لومړی وزیر واټیکان ته له سفر کولو پښیمانه شو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم خبري سرچینو وویل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د دغه ویرې له کبله چې شاید په هالینډ کښې دیره د انصاف د نړیوالې محکمې لخوا د هغه د نیول کیدا حکم اجرا شي واټیکان ته له سفر کولو پښیمانه شو.

د  اسرائیلو یدیعوت احارونوت ورځپاڼې بیګا واټیکان ته له سفر څخه  د لومړي وزیر نتانیاهو پښیمانه کیدا ته اشارې سره وویل نتانیاهو غوښتل چې په واټیکان کښې د نوي پاپ د لوړې په دستورو کښې ګډون وکړي خو د ده پرضد  صادر شوي د نیولو د حکم د احتمالي اجرا څخه د اندیښنې په دلیل له دغه سفر څخه پښیمانه شو.

په هالینډ کښې دیره د جنايي جرمونو محکمې اینټرنیشنل کریمینل کورټ د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې په یویشتمه نیټه  د جنګي جنایتونو د ترسره کولو او د غزې د خلکو پرضد د وسلې په توګه له لوږې څخه د استفادې په تور د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو او د جنګ د لیرې کړې شوي وزیر ایو ګالانټ د نیول حکم صادر کړی و.

له دغه حکم وروسته صهیونیسټ رژیم له نوموړي محکمې غوښتي وو چې د لومړي وزیر او د جنګ د وزیر د نیولو د حکم په هکله بیا کتنه وکړي.