د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي پروګرام سوله ئیز دی
(last modified Sat, 17 May 2025 01:03:28 GMT )
May 17, 2025 05:33 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي پروګرام سوله ئیز دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اټومي پروګرام هدفونه شفاف او سوله ئیز دي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د تهران د اټومي فعالیتونو په غیر پوځي توب ماهیت باندې ټينګار سره وویل د ایران د اټومي پروګرام ټول ظرفیتونه ، بهیرونه او هدفونه شفاف ، سوله ئیز او د ټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر بشپړه څارنې لاندې دي.

هغه د «پوګواش» د نړیوال ارګان له غړیو سره د غونډې له ختمیدا رووسته په دې خبرې سره چې دښمانان د ایران اټومي دوسیې ته په سیاسي کتنې سره د ایران د پراختیا او پرمختګ د مخه د نیولو کوشش کوي وویل هغوې د ایران د اټومي ټیکنالوژۍ او د یورانیمو د پخولو داسې انځور وړاندې کوي چې ګویا تهران کولای شي د اټومي وسلو  په لور حرکت وکړي خو دغه کتنه سیاسي او غیر حرفه اي ده.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دي چې په خپل دفاعي ډاکټرین کښې اټومي وسلې هیڅ ځای نلري او ایران اصلا د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړي او په دغو ټولو کلونو او له ګواښونو او دباونو سره سره  ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړي.

هغه وویل د ایران ظرفیتونه ، بهیرونه  او هدفونه شفاف او سوله ئیز دي او د ایران اټومي ټیکنالوژۍ د  هیواد د ضرورتونو د پوره کولو په خدمت او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د دایمي څارنې لاندې ده او هیڅ هیواد د ایران په شان د اټومي اژانس لخوا نه څارل کیږي.

محمد اسلامي وویل په تیر میلادي کال کښې اټومي انرژۍ نړیوال اژانس څه د پاسه څلور سوه پنځوس ځله پلټنې وکړې او په حقیقت کښې کابو پینځویشت فیصده پلټنې د ایران له تاسیاستو وې او دا په داسې حال کښې دي چې د نړۍ په نسبت زمونږ نصب شوی ظرفیت درې فیصده دی.

دغه راز د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي د ایکس اینټرنیټ پاڼې د یوه مخاطب اندیښنې ته په ځواب کښې وویل د یورانیمو د پخولو حق زمونږ پریکنده سره کرښه دی ، د یورانیمو په پخولو کښې ځنډ نه منل کیږي.