د امریکا او د اسرائیلو رژیم ترمینځ اختلافات زیات شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160312-د_امریکا_او_د_اسرائیلو_رژیم_ترمینځ_اختلافات_زیات_شوي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکومت او د اسرائیلو رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمینځ د اختلافاتو له زیاتیدا وروسته د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی ډي وینس» هم د فلسطین نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو ته سفر نه کوي.
(last modified 2025-05-19T23:51:53+00:00 )
May 20, 2025 04:19 Asia/Kabul
  • د امریکا او د اسرائیلو رژیم ترمینځ اختلافات زیات شوي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکومت او د اسرائیلو رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمینځ د اختلافاتو له زیاتیدا وروسته د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی ډي وینس» هم د فلسطین نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو ته سفر نه کوي.

جی ډي وینس پرون وویل چې ما ایټالیا ته له سفر کولو وروسته نیواکي ټاټوبو ته د ورتلو فکر کاوه خو ادعا یې وکړه چې امنیتي او لاجیسټیکي خنډونه او په غزې کښې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پراخول تل اویو ته له سفر کولو زما د پښیمانه کیدا دلیل دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس د هوايي ځواک په الوتکه کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې ادعا وکړه زما په نظر دغه موضوع زیاته غټه شوي ده ما راپورونه نه دي لیدلي پر دې اساس نه غواړم د جزیاتو په هکله خبرې وکړم. خو ساده دلیل دا دی چې مونږ اسرائیلو ته د سفر کولو  فکر وکړ او دغه راز څو نورو هیوادونو ته د سفرونو په هکله چې ولسمشر ټرامپ ګروهنه لري په راتلونکو میاشتو کښې هلته لاړ شم.

مخکې اکسیوس سایټ راپور ورکړی د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس غوښتل نن ورځ اسرائیلو ته ورشي خو په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځي عملیاتو د پراخولو په دلیل له دغه سفر څخه پښیمانه شوی دی.