د ایران خارجه وزیر او د حماس غورځنګ پلاوي خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړیو باسم نعیم او اسامه حمدان چې د تهران د خبرو په ټولنه کښې د ګډون لپاره ایران ته راغلي دي پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کښې په فلسطین کښې د روانو بدلونونو په تیره بیا په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د نوي پړاو په هکله خبرې او د نظر تبادله وشوه.
د فلسطین د روغتیا وزارت پخواني وزیر باسم نعیم په غزې تړانګه کښې ناوړه انساني حالت او د غزې تړانګې د خلکو په ډله ئیز ډول د سزا کولو لپاره د وسلې په توګه له اوبو او خواړو څخه د تیریګر اسرائیلي رژیم استفادې ته په اشارې سره وویل د غزې تړانګې خلک او د مقاومت ډلې به هغه حل لارې ته تر رسیدا پورې چې د فلسطین د ملت ګټې تامین کړي هماغه راز د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په مقابل کښې ودریږي.
هغه وویل د مینځګړو هیوادونو له هڅو سره سره صهیونیسټ رژيم د جنګ د بندولو کوشش نه کوي او له خبرو یوازې د وخت د ترلاسه کولو لپاره استفاده کوي او کوشش کوي هغه هدفونه چې د جنګ په ډګر کښې ونه توانید پوره کړي په خبرو کښې د فلسطین په ملت وروتپي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي هم د تهران د خبرو اترو د ټولنې په کانفرنس کښې د حماس غورځنګ د پلاوي د ګډون د مننې په ترڅ کښې وویل د اوربند د ټینګولو لپاره د امریکا او د صهیونیسټ رژیم لخوا وړاندې شوي پلانونه د فلسطین د خلکو د اصلي غوښتنو او د ګټو تامینونکي نه دي.
عراقچي په سیاسي ډګر او نړیوالو او سیمه ئیزو ټولنو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په مقابل کښې د فلسطین له ملت او مقاومت ډلو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په دوام ټینګار وکړ.