د غزې د شهیدانو شمېر ۵۳ زره ۸۲۲ تنو ته ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160478-د_غزې_د_شهیدانو_شمېر_۵۳_زره_۸۲۲_تنو_ته_ورسېد
پارس ټوډې - د فلسطین د روغتیا وزارت د یوې نوې اعلامیې په خپرولو سره، پر غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د بریدونو په پایله کې د شهیدانو او ټپیانو تازه شمېرې اعلان کړې.
(last modified 2025-05-24T03:01:53+00:00 )
May 24, 2025 07:29 Asia/Kabul
  • د غزې د شهیدانو شمېر ۵۳ زره ۸۲۲ تنو ته ورسېد

پارس ټوډې - د فلسطین د روغتیا وزارت د یوې نوې اعلامیې په خپرولو سره، پر غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د بریدونو په پایله کې د شهیدانو او ټپیانو تازه شمېرې اعلان کړې.

د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې تر اوسه د صهیونیسټي رژیم د پوځي بریدونو په پایله کې په غزه کې ۵۳ زره ۸۲۲ تنه شهیدان شوي دي. همدارنګه د فلسطین دې روغتیايي ادارې وویل چې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د پوځي بریدونو په پایله کې ټول ټپیان ۱۲۲ زره ۳۸۲ تنه هم ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د ۶۰ شهیدانو مړي روغتونونو ته رسول شوي دي. همدارنګه په دې موده کې ۱۸۵ تنه نور هم ټپیان شوي دي.