ایران او افریقایي هیوادونه څنګه د یوه بل اقتصادي بشپړونکي کیدلې شئ ؟
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له افریقایي هېوادونو سره د ایران د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د افریقایي اتحادیې دجوړیدا د ۶۲ کلیزې په مراسمو کې چې په ایران کې د میشتو افریقایي هیوادونو د سفیرانو په شتون کې ترسره شول، وویل چې افریقایي هیوادونه د ایران اقتصادي بشپړونکي دي اوایران د آزادې تجارتي سیمې په چوکاټ له افریقا سره د اقتصادي همکارۍ پر پراخولو ټینګار لري.
عراقچي زیاته کړه: "د ایران اسلامي جمهوریت له افریقا سره د خپلو اړیکو ژور تاریخ ته په پام سره، د یوې لویې وچې د آزادې سوداګرۍ سیمې او افریقایي هیوادونو په بڼه له دې سیمې سره اقتصادي همکاري غواړي، ځکه چې باور لري ایران او افریقایي هیوادونه کولی شي په دې برخه کې یو بل بشپړ کړي او خپلې زر کلنې اړیکې پراخې او ژورې کړي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: "په ډیر ویاړ او د دې اوږدمهاله او انساني دوستۍ په درناوي، د ایران اسلامي جمهوریت د سیاست، اقتصاد، کوچنیو او منځنیو صنعتونو، کانونو، د استادانو او محصلینو تبادلې، علمي لاسته راوړنو، د بشري سرچینو روزنه، ټوریزم ، روغتیا، طبي خدماتو او تجهیزاتو، کرنې، د اوبو لګولو شبکې، د بندونو جوړولو او نورو ورته برخو په ګډون په ټولو ممکنه برخو کې له افریقایي ملګرو سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه پیغام کې چې په ایکس شبکې کې خپور شو، د افریقا د ورځې مبارکي وویله.
د افریقا لویه وچه د طبیعي سرچینو له پلوه په بډایه توب سربیره له اقتصادي نظره هم د ایران لپاره یو مناسب ملګری ګڼل کیږي ،او له سیاسي پلوه په سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو کې د ایران لپاره د ملاتړ رول لوبولو وړتیا هم لري، کوم چې د دواړو خواوو ترمنځ د مشترکاتو په پام کې نیولو سره د لاسته راوړلو وړ دی.
له افریقایي هیوادونو سره د اړیکو سیاسي اړخ هم د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره مهم دی. افریقایي هیوادونه د نړۍ د هیوادونو دریمه برخه جوړوي، نو له دې هیوادونو سره د اړیکو پراخول کولی شي د ایران لپاره ډیر نړیوال ملاتړ برابر کړي، چې د امریکا په شمول د لویدیځ لخوا غیرقانوني بندیزونو لاندې دی. باید په پام کې ونیول شي چې په دې وچه کې ۳۰ اسلامي هیوادونه شتون لري او شاوخوا ۵۰٪ نفوس یې مسلمانان دي. همدارنګه، د دې براعظم له ۵۴ هیوادونو ۵۰ د ناپیلي غورځنګ غړي دي.
د افریقا لویه وچه د تیلو، ګازو، سرو زرو، الماسو، یورانیم او نورو منرالونو لویې زیرمې هم لري، او ایران کولی شي د تخنیکي همکارۍ او ګډې پانګونې له لارې دې سرچینو ته لاسرسی ومومي. له افریقایي هیوادونو سره د ایران د اقتصادي اړیکو پراختیا کولی شي له افریقایي هیوادونو سره د سیاسي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا لامل هم شي.
ایران کولی شي د انرژۍ، کرنې، صنعت او ټیکنالوژۍ په برخو کې په افریقایي پروژو کې برخه واخلي، او ایراني شرکتونه د سړکونو، تصفیه خانو، بریښنا فابریکو او د اوبو بریښنا پروژو په جوړولو کې لوړ وړتیاوې لري.
د ایران او افریقایي هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا سیاسي او کلتوري اهمیت هم لري. د افریقا په لویه وچه کې د خدماتو وړاندې کولو او پانګونې لپاره د ایران علمي او تخنیکي وړتیاوې په افریقایي لویه وچه کې د ایران له اوږدمهاله شتون پلانونو دي.