د اسرائیلو د لومړي وزیر د کور مخ ته خلکو مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160676-د_اسرائیلو_د_لومړي_وزیر_د_کور_مخ_ته_خلکو_مظاهرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د کور مخ ته د سلګونو صهیونیسټانو د مظاهرو د ترسره کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2025-05-28T07:35:51+00:00 )
May 28, 2025 12:02 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو د لومړي وزیر د کور مخ ته خلکو مظاهرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د کور مخ ته د سلګونو صهیونیسټانو د مظاهرو د ترسره کیدا خبر ورکړ.

د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ د شپږ سوه(۶۰۰) ورځو په تیریدا سره ګڼ شمیر صهیونیسټانو د اسرائیلو رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د کور مخ ته غونډه وکړه او له غزې څخه د اسرائیلي بندیانو د بیرته ستنیدا غوښتنه یې وکړه.

صهیونیسټي سرچینې وايي دغه مظاهرې د تل اویو په واټونو او د نیواکي ټاټوبو په مرکز کښې په نورو سیمو کښې هم شوي دي.

د نیواکي ټاټوبو په مرکز کښې «رحوفوت» ښارګي ته نږدې سلګونو صهیونیسټانو اعتراضیه غونډه وکړه او هغوې له ځانونو سره پلې کارډونه وړل چې د بندیانو د خوشي کیدا غوښتنه پکښې شوي ده.

د صهیونیسټ رژيم د پارلمان کنسټ د مشر د کور مخ ته هم د اسرائیلي بندیانو ګڼ شمیر کورنیو غونډه وکړه او د انتخاباتو د ترسره کولو او د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې د پیښو په هکله یې د تحقیقاتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

دغو کورنیو وویل که چیرې له تیر وخت څخه د عبرت درس وانخلو نو په راتلونکي کښې به ډیر کړاونه ووینو او د اسرائیلو کابینې اوس مو ته شا کړي ده.

په تل اویو کښې د امریکا د سفارت مخ ته هم د اسرائیلو سلګونو کورنیو مظاهرې وکړې او شعارونه یې ورکړل.

خبري سرچینو دغه راز د حیفا ښار په جنوب کښې د اعتراضیه فعالیتونو خبر ورکړ.