یوه سیاسي شناند د عربو هیوادونو په دریځ سخته نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سیاسي چارو شناند «توفیق طعمه» په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ نیواکګرانو له جنایتونو سره د امریکا غږملتیا ته په اشارې سره په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د جنایتونو په باره کښې د عربي نړۍ په منفعالانه دریځ سخته نیوکه وکړه.
هغه د غزې تړانګې د جنګ د ختمولو لپاره د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو لخوا مطرح شوي شرطونه ناممکن او سرزوري وبلل او فلسطیني لوری دغه شرطونه نشي منلی ځکه چې د غزې د تباهۍ په معنا ده.
هغه زیاته کړه د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو په مشرۍ د سرزوري ښي پالې ډلې په شرطونو کښې د اسرائیلي بندیانو ورسپارل ، د مقاومت ډلو بې وسلې کول ، له غزې نورو سیمو ته د مقاومت د مشرانو شړل ، او د غزې د خلکو کډوالول او له دې سره په یووخت د جنګ دوام سبب شوی دی چې امریکا له حماس غورځنګ سره نیغ په نیغه خبرې وکړي چې د ویټکاف د پلان د منلو لپاره په حماس غورځنګ باندې له دباونو سره سره یوې د منلو وړ فرمولې ته ورسیږي.
د سیاسي چارو شناند توفیق طعمه ډاګینه کړه په مقابل کښې حماس غورځنګ له خپلو شرطونو نه تیریږي او امریکا په دې خبرې باندې پوهیدا سره په یوې مینځ لارې پسې ده او د نیغ په نیغه خبرو لارې یې خپل دباونه زیات کړي دي په داسې حال کښې چې ټول خلک پوهیږي واشنګټن په نیواکګرانو باندې د دباو له لارې د جنګ په سمدستي ډول د بندولو توان لري خو تراوسه یې دغه کار نه دی ترسره کړی.
دغه سیاسي شناند په غزې کښې د ملکي خلکو له لوږې سره د مخامخ کولو او د نیواکګرانو له جنایتونو سره د اروپايي هیوادونو د مخالفت په هکله وویل د اسرائیلو پرضد د بایکاټونو د لګولو لپاره د انګلستان، د فرانسې او د کاناډا په شان د سترو هیوادونو خوځښتونه مهم بدلون ګڼل کیږي خو د اسرائیلو د کنټرولولو لپاره کافي نه دي.
هغه وویل دغه ګواښونه په کاغذ باندې لیکل شوي ټکي دي چې کوم اغیز نلري مګر دا چې د اړیکو د غوڅولو ، د وسلو د صادرولو د بندولو او د نورو مهمو ګامونو په شان عملي اقدامت ترسره شي چې لومړی وزیر نتانیاهو له خپلو تیریګرو سیاستونو څخه لاس اخیستلو ته مجبوره کړي.
د سیاسي چارو دغه شناند احتمال ورکړ امریکا په غزې کښې د نسل کشۍ بندولو ته د اسرائیلو د هر ډول ژمنتیا په هکله د اروپايي اتحادیې هر ډول پلان ویټو کړي.
هغه د عربي هیوادونو په دریځ سخته نیوکه وکړه او زیاته یې کړه ځینې عرب هیوادونه له اسرائیلو سره نږدې اړیکې لري او هغوې همدا اوس له تل اویو سره د امنیتي ، تجارتي او د سیاسي اړیکو په دوام سره د فلسطین د ملت پرضد ائتلاف کښې حرکت کوي او په داسې پلانونو کښې شاملیږي چې په سیمې او د سیمې د ملتونو په برخلیک باندې د سلطې لپاره د صهیونیزم د هدفونو په لړ کښې دي.