پزشکیان :ملي یووالی، د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د ایران بند دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177096-پزشکیان_ملي_یووالی_د_بهرنیو_ګواښونو_پر_وړاندې_د_ایران_بند_دی
پارس ټوډې- د ایران جمهور رئيس د ملي یووالي او پیوستون پر ساتلو ټینګار سره وویل: له بهرنیو ګواښونو سره مقابله، همکاري، عدالت محوري او د خلکو اقتصادي او معیشتي ستونزو ته رسېدنه غواړي.
(last modified 2026-08-25T01:24:44+00:00 )
Aug 25, 2026 05:53 Asia/Kabul
  •  پزشکیان  :ملي یووالی، د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د ایران بند دی

پارس ټوډې- د ایران جمهور رئيس د ملي یووالي او پیوستون پر ساتلو ټینګار سره وویل: له بهرنیو ګواښونو سره مقابله، همکاري، عدالت محوري او د خلکو اقتصادي او معیشتي ستونزو ته رسېدنه غواړي.

پارس ټوډې د ایرنا خبري اژانس له قوله راپور ورکوي، د ایران جمهور رئيس مسعود پزشکیان د ایران د دولت له معززو کورنیو سره په کتنه کې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر او د اسلامي انقلاب د نورو شهیدانو یاد ته په درناوي وویل: د وزیرانو، قوماندانانو او عامو خلکو شهادت هغه لوی زیان او ضایعه وه چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ له مدعیانو څخه هېواد ته ورسېده. 

هغه  د بشري حقونو د مدعیانو پر فریبکارانه چلند نیوکه وکړه او یادونه یې وکړه: هغوی کلونه کیږي  چې ایران تروریست او د تروریزم ملاتړی بولي، خو د اسلامي انقلاب له بریا راهیسې تر اوسه په ټولو پړاوونو کې یې زموږ مسوولین، قوماندانان او ساینس پوهان ترور کړي دي. 

هغه د ایران د خلکو له بیدارۍ او پوهاوي څخه په مننې سره زیاته کړه: د ایران ټولنه تر دې ډېره پوهه ده چې د چالاکو، جنایتکارو او استثمارګرو دښمنانو په لومه کې ولوېږي. 

پزشکیان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د نظام پر وړاندې د دښمنانو یو اقدام د کلونو په اوږدو کې د اغېزناکو او وړ کسانو ترور او شهادت رسول وو. دا شهیدان استثنايي کسان وو چې بې له کومې تمې د خلکو خدمت ته ولاړ وو. 

نوموړي پر دې ټینګار سره چې جنایتکاره امریکا او اسرائیل له ډل بندۍ څخه د تفرقې لپاره ګټه اخلي، د ملي یووالي او پیوستون ساتل یوه اساسي اړتیا وبلله او یادونه یې وکړه: که موږ خپل ټول توان د وضعیت ښه کولو او خلکو خدمت ته وکاروو او همغږي تعامل ولرو، هېڅکله به جنایتکاره امریکا او اسرائیل د ډلې بندۍ او تفرقې له فرصت څخه ګټه پورته نه کړي چې د ایران خاورې ته د طمع سترګې ونیسي.