د یمن ځواکونو د اسرائیلو په بن ګوریون هوايي ډګر حمله وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د پوځ ویاند جنرال یحیی سریع په یوې بیانیې کښې وویل د دغه هیواد د توغندیو یونټ په یوه له غږ ورهاخوا توغندي سره د تل اویو په نیواکي «یافا» سیمه کښې په «بن ګوریون» هوايي ډګر برید وکړ.
هغه وویل دغه توغندوي برید بریالی و او خپل هدف یې ترلاسه کړی دی او په میلیونونو نیواکګر صهیونیسټان یې پناه ځایونو ته تښتې ته مجبوره کړي دي او د بن ګوریون هوايي ډګر فعالیت هم بند شوی.
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع ټینګار وکړ د هیواد وسله وال ځواکونه د فلسطین پرضد د صهیونیسټ رژیم د تیریو تر بندیدا او د غزې تړانګې د کلابندۍ تر ختمیدا پورې د فلسطین د ملت په وړاندې خپلې انساني او اخلاقي او دیني دندې ته دوام ورکوي.
خبري سرچینو څو ساعته مخکې وویل چې په تل اویو باندې د یمن له توغندوي حملې وروسته د نیواکي ټاټوبو په بیلابیلو سیمو کښې سایرنونه وهل شوي دي.
د یمن د توغندي ویشتل پناه ځایونو ته د زرګونو صهیونیسټانو د ورتلو سبب شوي دي.
رسنیو د اسرائیلو د بن ګوریون هوايي ډګر د فعالیت د بندیدا خبر ورکړی.