د فلسطین مبارزانو په خان یونس سیمه کښې د اسرائیلو پینځه پوځیان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161072-د_فلسطین_مبارزانو_په_خان_یونس_سیمه_کښې_د_اسرائیلو_پینځه_پوځیان_ووژل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټي سرچینو د فلسطین د غزې تړانګې په خان یونس سیمه کښې د مقاومت د ځواکونو په بریالي کمین کښې د کابو پینځو عسکرو د وژل کیدا او د دوو نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ.
(last modified 2025-06-06T08:57:37+00:00 )
Jun 06, 2025 13:12 Asia/Kabul
  • د فلسطین مبارزانو په خان یونس سیمه کښې  د اسرائیلو پینځه پوځیان ووژل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټي سرچینو د فلسطین د غزې تړانګې په خان یونس سیمه کښې د مقاومت د ځواکونو په بریالي کمین کښې د کابو پینځو عسکرو د وژل کیدا او د دوو نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ.

«حدشوت بزمان» عبري سایټ راپور ورکړی چې د فلسطین د مقاومت ډلو په غلچکۍ حمله کښې د اسرائیلو پینځه پوځیان مړه شوي او دوه نور سخت ژوبل شوي چې اوس هم بې هوشه دي.

صهیونیسټي سرچینو راپور ورکړی چې په خان یونس سیمه کښې پوځي عملیات روان دي او د دوې یوشمیر پوځیان د ودانۍ د غورځیدا له کبله تر خاورو  لاندې شوي دي.

صهیونیسټي سرچینو نن سهار اعتراف وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس ښار په ختیځ کښې د اسرائیلو د پوځیانو پرضد یوه جدي امنیتي پیښه رامینځته شوي ده.