د فلسطین مبارزانو په خان یونس سیمه کښې د اسرائیلو پینځه پوځیان ووژل
Jun 06, 2025 13:12 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټي سرچینو د فلسطین د غزې تړانګې په خان یونس سیمه کښې د مقاومت د ځواکونو په بریالي کمین کښې د کابو پینځو عسکرو د وژل کیدا او د دوو نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ.
«حدشوت بزمان» عبري سایټ راپور ورکړی چې د فلسطین د مقاومت ډلو په غلچکۍ حمله کښې د اسرائیلو پینځه پوځیان مړه شوي او دوه نور سخت ژوبل شوي چې اوس هم بې هوشه دي.
صهیونیسټي سرچینو راپور ورکړی چې په خان یونس سیمه کښې پوځي عملیات روان دي او د دوې یوشمیر پوځیان د ودانۍ د غورځیدا له کبله تر خاورو لاندې شوي دي.
صهیونیسټي سرچینو نن سهار اعتراف وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس ښار په ختیځ کښې د اسرائیلو د پوځیانو پرضد یوه جدي امنیتي پیښه رامینځته شوي ده.
ټیګونه