یمنی له عربستان سره د بندیانو د تبادلې لپاره چمتووالی اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161082-یمنی_له_عربستان_سره_د_بندیانو_د_تبادلې_لپاره_چمتووالی_اعلان_کړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د حکومت د بندیانو د چارو د کمیټۍ مشر «عبدالقادر المرتضی» وویل مونږ له سعودي عربستان سره د بندیانو د تبادلې د اجرا لپاره تیار یوو.
(last modified 2025-06-07T02:47:27+00:00 )
Jun 07, 2025 04:54 Asia/Kabul
  • یمنی له عربستان سره د بندیانو د تبادلې لپاره چمتووالی اعلان کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د حکومت د بندیانو د چارو د کمیټۍ مشر «عبدالقادر المرتضی» وویل مونږ له سعودي عربستان سره د بندیانو د تبادلې د اجرا لپاره تیار یوو.

هغه په کامل ډول  او له استثنا پرته د بندیانو د تبادلې د عملیاتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د یمن د حکومت د بندیانو د چارو د کمیټۍ مشر عبدالقادر المرتضی دغه راز په عربستان غږ وکړ چې نور لوري له هیڅ وارمخکې شرط پرته د بندیانو د تبادلې د اجرا لپاره تر دباو لاندې ورولي.

اخري ځل چې د یمن دغه چارواکي له عربستان سره د بندیانو د تبادلې خبر ورکړ و د تیر هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې شپږمې نیټې ته ورګرځي چې هلته انصار الله غورځنګ په یوه یواړخیزه اقدام کښې د عربستان یوسل درې پنځوس جنګي بندیان خوشي کړي وو.