د اروپا د پارلمان دوه سوو غړیو د ماډلین کشتۍ ملاتړ وکړ
(last modified Sun, 08 Jun 2025 00:33:42 GMT )
Jun 08, 2025 05:03 Asia/Kabul
  • د اروپا د پارلمان دوه سوو غړیو د ماډلین کشتۍ ملاتړ وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې تراوسه د اروپا د پارلمان څه د پاسه دوه سوه غړیو د ازادۍ په کاروان کښې له حاضرو نړیوالو فعالانو سره چې په ماډلین کشتۍ کښې سپاره دي او د غزې تړانګې په لور د حرکت کولو په حال کښې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د اروپا د پارلمان غړیو د ماډلین کشتۍ لپاره د امن لارې د رامینځته کولو غوښتنه وکړه کومه چې د غزې تړانګې پرضد د تپل شوي کلابندۍ د ماتولو او فلسطینیانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره غزې تړانګې ته روانه شوي ده.

د اروپا د پارلمان فرانسوي غړي «ریما حسن»چې په دغه کشتۍ کښې شتون لري په ایکس پاڼه کښې یو داسی  پرانیستی لیک خپور کړی چې تراوسه د اروپا د پارلمان څه د پاسه دوه سوه غړیو هغه لاسلیک کړی دی.

د اروپا د پارلمان غړیو په دغه لیک کښې په ماډلین کشتۍ کښې د سپارو کسانو د سلامتیا د تضمین غوښتنه کړي ده کوم چې د بشري مرستو د رسولو لپاره غزې ته روان دي.

د اروپا د پارلمان دغو دوو سوو غړیو دغه راز غزې تړانګې ته د ماډلین کشتۍ د رسیدا لپاره د امنیت د تامینولو او دغه سیمې ته د بشر دوستانه مرستو د سمدستي رسیدا لپاره د ضروري اجازو د ورکولو غوښتنه هم کړي ده.