مسعود پزشکیان: پر ایران بندیزونه نشي لګول کېدای
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د امریکا ګواښونو او بندیزونو ته په اشارې سره وویل: پر ایران بندیزونه نشي لګول کېدای.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان، نن پنجشنبه د ایلام ولایت د "اقتصادي فعالینو او پانګوالو" په غونډه کې زیاته کړه: آیا دوی پر ایران بندیزونه لګولای شي؟ موږ پراخې پولې لرو او کولای شو له خپلو ګاونډیانو سره، حتی په ملي اسعارو یا د توکو په بدل کې د توکو په بڼه د سوداګرۍ له لارې خپلې ستونزې حل کړو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمو خبرو اترو ته په اشارې سره وویل: له امریکا سره د خبرو اترو اساس، د اسلامي انقلاب د رهبر سیاستونه دي، او داسې نه ده چې موږ د زور تر فشار لاندې راشو.
ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران په لوېدیځ ایلام ولایت کې له سیاسي او ټولنیزو فعالانو سره په یوه غونډه کې زیاته کړه: دا به هېڅکله ونه منو چې خپلې څېړنې صفر ته ورسوو او بیا د صنعت، طب، کرنې او نورو علومو لپاره د اړتیا وړ اټومي توکو ترلاسه کولو لپاره د هغوی د تأئید انتظار وکړو.