د اسرائیلو ناجایز او ظالم رژیم په یمن بریدونه وکړل
(last modified Sun, 06 Jul 2025 23:05:53 GMT )
Jul 07, 2025 03:35 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو ناجایز او ظالم رژیم په یمن بریدونه وکړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو د پوځ راډیو وویل چې د دغه رژیم هوايي ځواک د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده بندر باندې خپلې حملې پیل کړي دي.

په عین حال کښې رویټرز خبري اژانس هم د عیني کتونکو په قول وویل چې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده بندر کښې د چاودنو څو غږونه اوریدل شوي دي.

د صهیونیسټ رژيم پوځ څو ساعته مخکې ویلي وو نیت لري چې د سره سمندر په ساحل کښې د یمن په دریو اصلي بندرونو باندې هوايي حملې وکړي.

په دغو بندرونو کښې الحدیده ، راس عیسی او الصلیف شامل دي.

د اسرائیلو د ناروا رژیم پوځ وویل د الحدیده  د بریښنا د مرکز د خالي کولو حکم یې ورکړی او دغه حملې به هغه څه ته په غبرګون کښې چې په سیمه کښې یې پوځي فعالیتونو ونومول شوي ترسره کړي.

الجزیرې ټيلي ويژن هم د یمن د انصار الله غورځنګ د رسنیو په قول وویل د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو په الحدیده بندر باندې یوشمیر حملې وکړې.

المیادین ټیلي ويژن وویل صهیونیسټ رژيم په شلو هوايي بریدونو سره په یمن پوځي تیري وکړل.

Image Caption