امریکا بیاځل اوکراین ته د وسلوانتقال پیل کړ
Jul 10, 2025 12:30 Asia/Kabul
امریکايي چارواکي وايي، دغه هېواد یو ځل بیا اوکراین ته د توپونو او سیار توغندیز سیستم مرمیو د لېږد ترڅنګ، د درنو وسلوانتقال پیل کړی دی.
اوکراین ته د وسلو لېږد تېره اوونۍ ځنډول شوی و.
خو ټرمپ له پوتین سره تر خبرو وروسته د وسلو د لېږد ژمنه بیا تازه کړه.
ټرمپ ویلي چې پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې له “چټیاتو” ډکې بللې دي او ده ته یې ډېر سرخوږی جوړ کړی.
بل لورته پر کی یف د نن ورځې د سهار بریدونو له امله لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي، ۱۳ ټپیان دي او ګڼو استوګنیزو ودانیو کې اورونه لګېدلي دي.
له بلی خوا ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو نن په کوالالمپور کې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال د روسیې له بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف سره وګوري.
ټیګونه