د یمن انصار الله غورځنګ په ملګروملتونو نیوکه وکړه
(last modified Sat, 12 Jul 2025 09:13:46 GMT )
Jul 12, 2025 13:43 Asia/Kabul
  • د یمن انصار الله غورځنګ په ملګروملتونو نیوکه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د استازي هانس ګرونډبرګ دریځونو او له صهیونیسټ رژیم څخه د هغه پلویتوب د انصار الله غورځنګ غوسه راوپاروله.

د یمن انصار الله غورځنګ د خپل هیواد په چارو کښې د ملګروملتونو د استازي هانس ګرونډبرګ دریځونو ته په اشارې سره هغه په نه بې طرفۍ تورن کړ.

د یمن خارجه وزارت هم په یوې بیانیې کښې چې په سبا خبري اژانس کښې خپره شوه ګرونډ برګ د نه بې طرفۍ ، د سور سمندر د بدلونونو په هکله په پلویتوب او دغه راز د یمن او د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژيم حملو ته په پام نه کولو تورن کړ او له ګرونډ برګ او د هغه له دفتر سره د اړیکو د غوڅولو ګواښ یې وکړ.

په دغه بیانیې کښې د سورسمندر د حالاتو په هکله د ملګروملتونو د استازي د پلویتوب په غندلو سره ویل شوي دي د ګرونډ برګ دریځونه په سور سمندر کښې د تاوتریخوالي زیاتیدا او یعني په غزې کښې د اسرائیلو  د دښمن د نسل کشۍ جنایتونو ته هیڅ پام نه کوي او دغه جنایتونه د ملګروملتونو او د نړۍ د ټولو خلکو د سترګو په وړاندې ترسره کیږي او د هغه په مقابل کښې هیڅ خوځښت نه ترسره کیږي.