د سوریې د حماه ولایت خلکو د صهیونیسټ رژيم تیري وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162468
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د پلازمینې دمشق په شمال کښې د حماه ولایت وسیدونکو د مظاهرو په ترسره کولو سره په خپل هیواد باندې د صهیونیسټ رژيم تیري وغندل.
(last modified 2025-07-17T06:17:32+00:00 )
Jul 17, 2025 10:43 Asia/Kabul
  • د سوریې د حماه ولایت خلکو د صهیونیسټ رژيم تیري وغندل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د پلازمینې دمشق په شمال کښې د حماه ولایت وسیدونکو د مظاهرو په ترسره کولو سره په خپل هیواد باندې د صهیونیسټ رژيم تیري وغندل.

د سوریې د حما ولایت وسیدونکو په تیره بیا د حماه ښار خلکو د ښارونو په اصلي میدانونو کښې په غونډو جوړولو سره د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د صهیونیسټ رژيم د لاسوهنې په ختمیدا ټینګار وکړ.

په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو د خبرو اترو له لارې د داخلي مشکلاتو د حل کولو غوښتنه وکړه.

څو ساعته مخکې د سوریې په حلب ولایت کښې په سوریې باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو د غندلو لپاره ورته مظاهرې وشوې.

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو پرون د یوشمیر هوايي بریدونو په ترسره کولو سره د سوریې د ولسمشرۍ په ماڼۍ چې په «قصر الشعب» مشهور ده او د دمشق په خوا کښې د «قاسیون» غره په لمن کښې پرته ده بمباریانې وکړې.

د دغو تیریو په دوام کښې د دمشق په «امویین» میدان کښې د سوریې د لوی درستیزوالۍ په ودانۍ باندې د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو څلور هوايي حملې وشوې.

دا لومړی ځل نه دی چې صهیونیسټ رژیم د امنیتي ادعاګانو په مطرح کولو سره د سوریې په خاوره باندې حملې کوي.

د سوریې د پخواني ولسمشر بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته صهیونیسټ نیواکګرانو د سوریې یوشمیر سیمې نیولي دي او په بیلابیلو پلمو سره یې سختې هوايي حملې کړي دي.

په سوریې کښې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د موقته ولسمشر محمد ابو الجولاني ته له اړونده عناصرو سره د سوریې د دروزیانو څو ځله جنګونه شوي دي.