د فلسطین استازي د غزې د جنګ د بندولو غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د فلسطین استازي «ریاض منصور» نن ټینګار وکړ د شلو زرو ماشومانو په شمول د څه د پاسه شپیتو زرو فلسطینیانو د وژلو هیڅ توجیه نشته.
هغه د امنیت شورا په غونډې کښې وویل مونږ د فلسطین د خلکو د وږې ساتلو او د خپل ملت پرضد د ډله ئیزې وژلې د ختمولو او دغه راز د اسرائیلي بندیانو او د فلسطیني زندانیانو د خوشي کیدا غوښتونکي یوو.
هغه ډاګینه کړه مونږ یوځل بیا د اسرائیلو لخوا د جنګ د ختمیدا غوښتونکي یوو او په غزې تړانګه کښې اوربند د بشر دوستانه مرستو د رسولو او د نسل کشۍ د بندیدا لپاره لاره هواروي.
په ملګروملتونو کښې د فلسطین استازي ریاض منصور دغه راز د غزې لپاره د انساني مرستو له کوم خنډ پرته او د سمدستي لاسرسي غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه صهیونیسټ رژیم باید په کامل ډول له غزې تړانګې شاتګ وکړي.
هغه په غزې کښې د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره د اسرائیلو رژیم هڅې ته په اشارې سره وویل اسرائیل له هغو تصویرونو او غمیزو چې په غزې کښې یې ترسره کوي او دنیا هغه ویني انکار کوي.
د فلسطین استازي منصور وویل اسرائیل له دنیا غواړي چې د صهیونیسټي بندیانو د شرایطو په هکله دریځ غوره کړي دا په داسې حال کښې دي چې اسرائیلو په خپله د فلسطین ملت په کامل ډول کلابند کړی او د خواړو او د اوبو د ترلاسه کولو لپاره د هڅې په وخت په وږو کسانو باندې ډزې کوي.
هغه ټینګار وکړ په غزې کښې د کړکیچ حل لاره د دوو حکومتونو د لارې په چوکاټ کښې د فلسطین د یوه خپلواکه حکومت جوړول دي.
د فلسطین استازي ریاض منصور وویل په سیمه کښې به سوله هغه وخت پیل شي چې په غزې تړانګه کښې جنګ پاې ته ورسیږي.