د یمن انصار الله غورځنګ د کشتیو په ځینو شرکتونو بندیزونه ولګول
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د انساني عملیاتو د غږملتیا مرکز(HOCC)وویل د کشتیو د څلورشپیتو شرکتونو پرضد یې چې د صهیونیسټ رژيم پرضد د اعمال شوي سمندري کلابندۍ د فیصلې خلاف ورزۍ یې کړي ده بایکاټونه لګولي دي.
دغه مرکز په یوې بیانیې کښې دې ته په اشارې سره چې څلور شپیتو شرکتونو ته د بایکاټونو د لګولو په هکله خبرداري استول شوي دي او زیاته یې کړه پر دې اساس د دغو خلاف ورزۍ کونکو شرکتونو ټولې کشتیانې اجازه نلري چې له سور سمندرو باب المندب ، عدن خلیج او عربو سمندر څخه تیرې شي او په هر هغه سیمه کښې چې د یمن وسله وال ځواکونه ورته لاسرسی ولري په دغو کشتیو باندې به حملې وکړي.
د یمن انصار الله غورځنګ او د دغه هیواد خلکو د فلسطین د مظلوم او بې وسه ملت پرضد د صهیونیسټ ټروریسټ رژیم د جنایتونو د ختمولو لپاره په سره سمندر کښې د دغه رژیم په کشتیو باندې حملو ته دوام ورکړی او ویلي یې دي ترڅو چې د غزې د خلکو پرضد د اسرائیلو جنایتونه او ظلمونه بند شوي نه وي نو د یمن ځواکونه به د اسرائیلو په کشتیو باندې بریدونو ته دوام ورکړي.