د اسرائیلو رژیم د فلسطین پر غزې بشپړ کنټرول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163244
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له 'فاکس نیوز' ټیلي ويژن سره په مرکه کې ویلي چې "موږ پر غزې د بشپړې ولکې تر لاسه کولو اراده لرو."
(last modified 2025-08-08T02:44:03+00:00 )
Aug 08, 2025 05:15 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم د فلسطین  پر غزې بشپړ کنټرول غواړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له 'فاکس نیوز' ټیلي ويژن سره په مرکه کې ویلي چې "موږ پر غزې د بشپړې ولکې تر لاسه کولو اراده لرو."

هغه دا څرګندونې د اسرائيلو د امنیتي کابینې تر غونډې مخکې کړې دي چې په بیت المقدس کې روانه ده.‌

په مرکه کې له  نتنیاهو وپوښتل شو چې اسرائيل پر غزې تړانګې کنټرول غواړي؟

نو ده یې په ځواب کې وویل، "موږ دا اراده لرو، د خپل امنیت ډاډمنولو لپاره باید حماس ایسته کړو، غزه‌والو ته ازادي ورکړو او [واک یې] یوه ملکي حکومت ته انتقال کړو [چې هغه] نه حماس دی او نه بل داسې څوک چې د اسرائيلو بربادي غواړي."

د اسرائيل لومړي وزیر زیاته کړه، "موږ غواړو چې د حماس له ویرې  خپل ځان او د غزې خلک ازاد کړو."

خو نتنیاهو دا هم وویل چې اسرائيل "نه غواړي چې غزه له ځانه سره وساتي. موږ سوله‌ييزه سیمه غواړو. حکومت نه پرې کوو. نه هم غواړو چې د یوه واکمن حکومت په توګه هلته پاتې شو."

بنیامین نتنیاهو ویلي چې د غزې واک عرب ځواکونو ته سپارل غواړي. خو دا عرب ځواکونه به څوک وي؟

شناندي  وايي چې نتنیاهو "په قصدي ډول دا خبره ګونګه پرېښی" چې دا "عرب ځواکونه" څوک دي.

شناندو وویل  "که له عرب ځواکونو یې موخه اردنیان او مصریان وي نو هغوی له پيل راهیسې وايي چې له اسرائيلو سره ګډ کار کولو ته لېواله دي.

 خو دا یې هم روښانه کړې چې دوی به د اسرائيلو له لوري د غزې د اشغال په پلمه غزې ته لاړ نه شي."

بلې خوا حماس غورځنګ د غزې د نیولو په اړه د نتنیاهو د دغه پلان په ځواب کې ویلي چې د اسرائيلو لومړی وزیر د فلسطينیانو د "نسل‌وژنې او د هغوی د بې ځایه کولو او پر وړاندې یې د لا نورو جرمونو تد ترسره کولو  چلند ته دوام ورکول غواړي."

حماس همدا راز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نتنیاهو کارونه "په ښکاره ډول له مذاکراتو د دوی په شا کېدل ښيي او د خبرو له وروستي پړاوه د وتلو تر شا نیت او انګېزه یې اوس جوته شوه چې څه وه."

حماس وايي، د نتنیاهو اقدام به په دې معنی وي چې هغه د "خپلو شخصي ګټو" په خدمت کې دی او په غزه کې د پاتې اسرائيلي‌ یرغملو "قرباني کېدو" ته لېواله دی.

دوی خبرداری ورکړی چې د غزې د نیولو  هڅه به "لوړه بیه ولري."

د نتنیاهو دې پلان په فلسطینیانو کې هم وېره خپره کړې ده او وايي چې یو ځل بیا به "ناڅرګند ځای" ته کډه کولو ته اړ ایستل شي.

د یادولو ده چې پر غزې د بشپړې ولکې پر پلان د خبرو لپاره په بیت المقدس کې د اسرائيل د امنیتي کابینې غونډه رابلل شوې. داسې معلومات شته چې د اسرائيلو د پوځ مشر او ځينې نور وزیران په بشپړ ډول د دې تګلارې ملاتړي نه دي.‌

بل لور ته د نتنیاهو اپوزیسیون یا مخالف مشر یایېر لېپېډ ویلي چې پر غزې د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو لپاره د نتنیاهو تګلاره په اصل کې یوې نوې جګړې او د لا نورو یرغملو د وژنې لامل کېږي.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې "د دغه پلان د عملي کولو لسګونه میلیارده شيکل [اسرائيلۍ پیسې] لګښت به بیا د مالیه ورکوونکو له جېبه ځي."