ایران او ونزویلا د ټکنالوژیکي نوښت پروژې د پرمختګ په لاره کې
Aug 18, 2025 03:35 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د ونزویلا د ساینس او ټکنالوژۍ وزیرې په کاراکاس کې د ایران له سفیر علي چګني سره په یوه لیدنه کې د روغتیا، بایو ټکنالوژۍ او نانو ټکنالوژۍ په برخو کې د دوه اړخیزو پروژو د پرمختګ د څېړلو خبر ورکړ.
د ونزویلا د ساینس او ټکنالوژۍ وزیرې گابریلا خیمِنِس اعلان وکړ: د ولسمشر نیکولاس مادورو په مشرۍ، د ساینس، ټکنالوژۍ او نوښت په برخو کې د ونزویلا او ایران ترمنځ همکاري او ورورولي دوام لري.
د ونزویلا وزیرې ټینګار وکړ چې دا غونډه د ساینس له لارې د ونزویلا خلکو لپاره د ټکنالوژیکي تجهیزاتو او د څیړنې نوي برخو د ګډ ډیزاین او جوړولو لپاره هم فرصت برابروي.
ټیګونه