صهیونیسټ رژیم له ماتي سره مخامخ شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163718-صهیونیسټ_رژیم_له_ماتي_سره_مخامخ_شوی_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «حزام الاسد» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په یمن باندې د نیواکګرانو بریدونه له غزې تړانګې څخه زمونږ په ملاتړ باندې هیڅ اغیز نلري ډاګینه کړه
(last modified 2025-08-25T02:39:58+00:00 )
Aug 25, 2025 04:06 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم له ماتي سره مخامخ شوی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «حزام الاسد» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په یمن باندې د نیواکګرانو بریدونه له غزې تړانګې څخه زمونږ په ملاتړ باندې هیڅ اغیز نلري ډاګینه کړه

 د یمن د ملت پرضد د صهیونیسټ نیواکګر رژيم تیري له ماتي سره مخامخ شوي دي او د دښمن لپاره به یوازې ناکامۍ او ناهیلۍ ځان پسې ولري.

حزام الاسد وویل هغه څه چې زمونږ لپاره مهم دي د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د تیریو بندول او د دغه سیمې د کلابندۍ پاې ته رسول دي.

هغه ډاګینه کړه د یمن مومن او مجاهد ملت به هماغه راز په غزې تړانګه کښې د فلسطین له ملت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغه لګښتونه ورکوي.

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد مخکې هم په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ له غزې تړانګې ملاتړ له ټولو لګښتونو سره  سره چې لري یې دوام لري.

د یمن د سیاسي دفتر بل غړي «محمد البخیتي« هم له «فلسطین الیوم» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل په یمن د اسرائیلو تیری د صهیونیسټ رژيم پرضد د عملیاتو د دوام لپاره زمونږ اراده او هوډ دوه چنده کوي او د فلسطین او د غزې تړانګې په هکله زمونږ ثابت دریځ به هیڅکله بدل نشي.

هغه وویل د اسرائیلو دغه تیري غچ اخیستونکي دي او د صهیونیسټ رژيم پرضد زمونږ حملې دوام لري.

پرون په یمن باندې د صهیونیسټ جنایتکار رژيم په حملو کښې څلور بې ګناه خلک شهیدان او اوه څلویښت نور ژوبل شوي دي.