بريتانیا د پناه غوښتنې سيستم ته بيا کتنه کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا حکومت په هوټلونو کې د دېره کډوالو د کمولو لپاره د پناغوښتنې په بهیر کې د یو لړ بدلونونو تابیا کړې ده.
د دغه تکل د یوې برخې له مخې به د پناغوښتنې د قضیو په اړه د ژر پرېکړې لپاره خپلواک ارزوونکي ګومارل کېږي.
دا اعلان په داسې وخت کې کېږي، چې په دې وروستیو کې په هوټلونو کې د کډوالو د دېره کولو پر ضد لاریونونه شوي او ګڼ ځايي خلک بیا د کډوالو په پلوۍ هم راوتلي دي.
په بریتانیا کې اوسمهال څه باندې ۳۲ زره پناه غوښتونکي د هغوی د پناغوښتنې د قضیو تر معلومېدو پورې په هوټلونو کې ساتل کېږي.
هغوی ته د خوړو او نورو اړینو توکو ترڅنګ یو څه نغدې پیسې هم د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورکول کېږي، خو اوس د بریتانیا حکومت پلان لري چې د لګښتونو د کمولو او په چټکۍ د پناه غوښتنې د عریضو په اړه د پرېکړو لپاره د پناه غوښتنې سیستم ته بیا کتنه وکړي.
ویل شوي چې په دې لړ کې به خصوصي حقوقي ادارې د پناه غوښتنې عریضي څېړي او په چټکۍ سره به د پناه غوښتونکو د منلو یا ردولو په اړه پرېکړې کوي.
په دغه سېستم کې د پراخ بدلون تکل داسې مهال څرګند شوی چې د شنبې په ورځ د بریتانیا په بېلا بېلو ښارونو کې خلکو د پناه غوښتونکو پرضد او پلوۍ مظاهرې وکړې. هغوی چې د کډوالو ضد وو اعتراض کاوه، چې ولې لسګونه زره پناه غوښتونکي د مالیه ورکوونکو په پیسو په هوټلونو کې ساتل کېږي او په دې برخه کې یې د بدلون غوښتنه کوله.
په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو پر ساتلو یو تن اعتراض کوونکی ادم ګالیمور وايي "نژاد پاله" نه دی خو د هغه په باور ډېر هغه کسان چې په هوټلونو کې دیره کړې شوي دي "پناه غوښتونکي نه ښکاري."
نوموړی وايي، "په اصل کې په پیل کې مې د کډوالو په اړه اندېښنه نه لرله، خو اوس چې وینم ډېری پناه غوښتونکي چې دلته راځي پناه غوښتونکي نه ښکاري، نه پوهېږم هغه کسان چې موږ پر سړکونو او هوټلونو کې د پناه غوښتونکو په توګه وینو، داسې نارینه دي چې مشخص عمر لري او د ښځو شمېر په کې ډېر نه دی."
په بریتانیا کې ځیني ګوندونه هم د کډوالو پرضد دي او نه غواړي چې په بریتانیا کې پناه غوښتونکي کډوال په هوټلونو کې وساتل شي.
له دې سره هممهال، د کډوالو پلوي مظاهره چیانو هغو کسانو ته چې د کډوالو او پناغوښتونکو ضد شعارونه یې ورکول ویل چې "شرم وکړي" او په وینا یې دوی به کډوالو ته ځای ورکوي.
د توکمپالنې ضد یوې مظاهره کوونکې« فیونا بار» مخالفو مظاهرو ته په اشارې وویل هغه پناه غوښتونکي چې په وړو کښتیو کې بریتانیا ته راځي بریتانوي ټولنې ته ګواښ نه پېښوي بلکې ګواښ د هغې په وینا فساد پېښوي.
نوموړې وايي، هلته خلک د ډېرې یوې کوچنۍ کیسې لپاره ټول شوي چې پام له هغه څه نه اړوي چې په حقیقت کې روان دي، حقیقت د یو څو پناه غوښتونکو په اړه نه دی چې په وړو کښتیو کې دلته راځي. دا کسان زموږ ټولنې ته ګواښ نه پېښوي، زموږ ټولنې ته ګواښ فساد پېښوي چې له پاسه کېږي.
پر بنسټیزو چارو کافي پانګونه نه کېږي، خلک باید پر یو بل مهربانه وسي، خو داسې نه کېږي. موږ ټول انسانان یو، باید یو بل ته پام وکړو."
د یادونې ده چې د پناغوښتونکو پرضد او په پلوۍ مظاهرو پرمهال یو شمېر کسان د بې نظمیو له امله پولیسو ونیول.
د قانون له مخې د بریتانیا حکومت باید هغو کسانو ته چې د پناه غوښتنه کوي سرپناه برابره کړي خو د کورونو د کمښت له امله اوس مهال لسګونه زره پناه غوښتونکي په هوټلونو کې دیره کړې شوي دي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې ویلي حکومت ژمن دی چې پناه غوښتونکو ته د هوټل ورکولو سیستم پای ته ورسوي خو په وینا یې په داسې بڼه چې په منظم ډول یې مدیریت کول شوني وي.
په ټوله کې په ۲۰۲۳ کال کې د کارګر ګوند له واک ته رسېدو سره بریتانیا کې د پناه غوښتونکو شمېر ډېر شوی او د هغو پناه غوښتونکو شمېر هم اته سلنه لوړ شوی چې د پناه غوښتنې د دوسیو په اړه تر پرېکړې پورې په هوټلونو کې ساتل کېږي.