د امریکا ډيپلوماټ د ډانمارک خارجه وزارت ته احضار شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163822-د_امریکا_ډيپلوماټ_د_ډانمارک_خارجه_وزارت_ته_احضار_شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس د ډانمارک د «ډي ار» رسنۍ په قول وویل د دغه هیواد خارجه وزیر په کوپنهاګ کښې د امریکا د سفارت لوړرتبه ډيپلوماټ په ګرینلینډ کښې د امریکا د ښاریزو لخوا د نفوذ د عملیاتو د ترسره کولو په هکله د راپورونو په دلیل احضار کړی دی.
(last modified 2025-08-27T09:07:08+00:00 )
Aug 27, 2025 13:32 Asia/Kabul
  • د امریکا ډيپلوماټ د ډانمارک خارجه وزارت ته احضار شو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس د ډانمارک د «ډي ار» رسنۍ په قول وویل د دغه هیواد خارجه وزیر په کوپنهاګ کښې د امریکا د سفارت لوړرتبه ډيپلوماټ په ګرینلینډ کښې د امریکا د ښاریزو لخوا د نفوذ د عملیاتو د ترسره کولو په هکله د راپورونو په دلیل احضار کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ مخکې ویلي وو چې د ملي او د نړیوالو دلایلو په وجه غواړي د ګرینلینډ سټراټيژیکه قطبي جزیره چې له معدني موادو ډګه ده ونیسي.

ټرامپ دغه هدف ته د رسیدا لپاره له زور څخه کار اخیستل هم نه دي رد کړي.

ډي ار رسنۍ د ناپيژاندو سرچینو په قول ولیکل د ډانمارک حکومت باوري دی چې د ټرامپ حکومت ته اړونده د امریکا کابو دریو ښاریزو د ډانمارک په قلمرو کښې د نفوذ په پټو عملیاتو کښې لاس لرلی دی.

د امریکا سفارت په یوې بیانیې کښې وویل حاضردمه مارک سټرو(Mark Stroh) چې د سفارت شارډز افیر دی د نمایندګۍ د چارو مدیریت کوي.