ستوری په لمن کې (استاد سخن)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164240-ستوری_په_لمن_کې_(استاد_سخن)
د تهران د پښتو خپرونې  او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ؛ستوري په لمن کې ؛ نومې لړۍ له ننني ۲۲ مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په دغې لړئ کې د سعدی شیرازي  د ژوند، ځانګړنو  او پړاؤ په باب ارزونه کوو، نو هیله ده چې دغه مطلب هم ستاسو د استفادې وړ وګرځي.
(last modified 2025-09-06T08:06:44+00:00 )
Sep 06, 2025 12:28 Asia/Kabul
  • ستوری په لمن کې (استاد سخن)

د تهران د پښتو خپرونې  او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ؛ستوري په لمن کې ؛ نومې لړۍ له ننني ۲۲ مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په دغې لړئ کې د سعدی شیرازي  د ژوند، ځانګړنو  او پړاؤ په باب ارزونه کوو، نو هیله ده چې دغه مطلب هم ستاسو د استفادې وړ وګرځي.

  خوږو دوستانو په ټول ایران کې د سعدي شيرازي په چورلیز سره  بېلابیلې کلتوري او ادبي  غونډې او پروګرامونه ترسره کېږي، چې له شيرازه نیولې تر شعري غونډو او مجازي فعالیتونو پورې  پکې شاملیږي.  دا پروګرامونه ښئي چې د سعدي فکرونه اوس هم د ایرانيانو په ژوند کې اغیزشیندونکي او  روان دي.

 لکه څنګه چې تاسو ته پته ته ددغې لړۍ له لومړۍ برخې څخه مو هڅه کړې چې د سعدي شیرازي د ژوند او زمانې بیلابیل اړخونه دروپېژنو. هيله ده،تېرې ۲۱ برخې مو خوښې شوې وي.

په دغې برخې کې به په ایران کې د سعدي شیرازي په اړه جوړېدونکو بیلابیلو غونډو ته پام وکړو، او په راتلونکې برخې کې به د نړۍ په نورو برخو کې دغو غونډو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو. نو مهرباني وکړئ له مونږ سره مله واوسئ.

          هر   ټاټوبی  او خاوره یو  غږ لري چې د پېړیو له زړه راپورته کیږي. د ایران لپاره، یو له دغو غږونو بې له شکه د سعدي شیرازي غږ دی. داسې  شاعر چې د ۱۳ میلادي پېړۍ  څخه دی، خو اوس هم د ایران په ښوونځیو کې ئې شعرونه لوستل کېږي او د نړۍ خلکو ته هم د پاملرنې وړ دي.

=   د سعدي شیرازي  شعرونه د انسانیت، اخلاقو، مینې او سولې په اړه خبرې کوي. سعدي د فارسي ژبې بې‌زمانه شاعر دی. د ایرانيانو په ملي کلیزې کې د غواي لومړۍ نیټه، چې د اپرېل له ۲۱  نیټې سره برابره ده، د سعدي د لمانځنې ورځ ده، او دا موقع د سعدي شيرازي په چورلیز سره  د بیلابیلو ادبي او کلتوري  پروګرامونو د ترسره کولو لپاره یو  غوره فرصت دی.

 له شيراز څخه تر تهران، له خوزستان څخه تر خراسان او د ایران په ټولو برخو کې، د سعدي شیرازي  د ورځې له  لمانځنې  سره سم بیلابیل پروګرامونه جوړېږي.

په شيراز کې، چې د سعدي زېږېدو ښار او د گلستان او بوستان اصلي ټاټوبی دی، د دغې ورځې اصلي مراسم ترسره کېږي. د سعدي مقبره، چې د دلګشا باغ ته نږدې ده، د غو اي په لومړۍ نېټه د فارسي ادب مینه‌والو، څېړونکو، شاعرانو او د ایران د کلتوری چارواکو کوربه وي.

دا مراسم په دودیزې موسیقۍ، د سعدي د شعرونوپه  لوستلو او د پوهانو په  ویناؤ سره مل ؤؤ، او په یو  کلتوري محفل بدلېږي چې د ادب او اخلاقو روح ژوندی ساتي.

 په تهران کې، بنسټونه لکه ملي کتابتون، د هنرمندانو کور او د فارسي ژبې او ادب اکاډمي، د  د سعدي‌ څیړنې  تخصصي ناستې، د خطي نسخو نندارتونونه او شعري ماښامونو په  څیر پروګرامونه او غونډې جوړوي.

د فارسي ادبیاتو محصلین، د پوهنتونونو استادان او  اوسم

Image Caption

 

هاله  لیکوالان په دغو غونډو کې د سعدي د فکر، ژبې او سټایل بېلابېل اړخونه څېړي. رسنۍ هم د ځانګړو پروګرامونو په خپرولو سره د دغه ستر شاعر د تعلیماتو په خپرولو کې مرسته کوي.

    په دې توګه،د ایران په نورو  ولایتونو لکه خراسان، کرمانشاه او اصفهان کې، د فرهنګ او ارشاد ادارې د ادبي ټولنو په ملګرتیاسره ، د سعدي‌ لوستنې روزنیز ورکشاپونه، د کتاب لوستلو سیالۍ او د سعدي د حکایتونو پر بنسټ د ماشومانو او ځوانانو لپاره  د کوڅو‌تیاټرونه جوړوي. دا پروګرامونه نه یوازې دا چې نوی نسل د فارسي کلاسیک ادبیاتو سره بلدوي، بلکې د ادبیاتو او ورځني ژوند ترمینځ د اړیکو لپاره هم زمینه برابروي.

  د رسمي پروګرامونو ترڅنګ، مجازي فضا هم د سعدي په لمانځنه کې مهم رول لري. په ټولنیزو رسنیو کې کاروونکي د سعدي شعرونه، ګرافیکي ډیزاینونه، پاډکاسټونه او د گلستان او بوستان تحلیلونه شریکوي، چې دا مناسبت په یو پراخ ادبي جشن بدلوي.

دا ډول ولسي ګډون ښئي چې سعدي، له خپل ژوند څخه پیړۍ وروسته، لا هم د ایرانيانو په فرهنګي زړه کې ژوندی او روان دی.

  سعدي هغه شاعر دی چې د زمانې له سرحده تیر شوی دی.

د هغه آثار، د ډیرو پخوانیو متنونو اپوټه، اوس هم په اسانۍ سره لوستل کېږي او د نن ورځې اوریدونکو لپاره هم معنا لري. د گلستان او بوستان حکایتونه، چې د عدالت، دوستۍ، روزنې او مسؤلانه ژوند په اړه دي، اوس هم په ښوونځیو، رسنیو او نمایشي اثارو کې بیا تولیدېږي.

همدا له ننني نسل سره د خبرو اترو وړتیا ده چې سعدي ئې د ټولنې په فرهنګي حافظې کې ژوندی ساتلی دی. د سعدي پایښت یوازې د هغه د ژبې په خوږوالي او فصاحت کې نه دی، بلکې د هغه د فکر په ژوروالي او د انساني لید په پراخوالي کې دی.

سعدي په خپلو اثارو کې انسان په مرکز کې  راولي او د دین، اخلاقو، تجروبې او سفر په ژبه، هغه د فکر او اصلاح کولو لپاره رابولي. همدا انساني او نړیوال اړخ د هغه په آثارو کې لیدل کیږي چې په اوسني وخت کې هم، پرته له دې چې عمر، دنده یا فکري ګروهنې ته پام وشي، ډېر خلک ورسره اړیکه ټینګوي او پیغامونه ئې په ورځني ژوند کې کاروي.

          خوږو  دوستانو کلونه کېږي چې په ایران کې، د سعدي د لمانځنې ورځ د فارسي ادب د ساتنې او انساني اخلاقو د خپرولو لپاره یوه ملي غونډه ده. کلتوري  بنسټونه، پوهنتونونه او ادبي ټولنې، د تخصصي ناستو، شعري غونډو او د سعدي په مقبرې کې د بېلابېلو مراسمو په جوړولو سره، د بېلابېلو نسلونو لپاره ئې د هغه د آثارو د پېژندنې زمینه برابره کړې ده. حتی په ایران کې په لومړنیو ښوونځیو کې، ښوونکي هڅه کوي چې د گلستان حکایتونو مفاهیم د ماشومانو لپاره په ساده ژبه روښانه کړي.

همدارنګه، د ایران بېلابېل ښارونه د خپلو  ځاي او هنري ظرفیتونو په کارولو سره، د سعدي ورځ په یوه  غوره او خلاق  فرصت بدلوي. له دې  چې د سعدي د شعرونو په الهام سره مجسمې جوړېږي، تر دې پورې چې د هغه د حکایاتو پر بنسټ تیاترونه اجرا کېږي، او حتی د سعدي د انصاف، محبت او قناعت په اړه د ویناوو په چورلیزتوب سره کلتوري  بازارچې  جوړېږي، دا ټول ښئي چې دا ستر شاعر لا هم د خلکو په ذهنونو کې ژوندی دی.

 پر  دې سربېره ،د مجازي  یا انټرنیټي فضا په پراخیدو سره، د سعدي شیرازي په اړه مینځپانګې نورې هم ډول ډول شوې دي. کاروونکي د ګرافیکي پوسټرونو په جوړولو، تعلیمي پوډکاسټونو، د حکایاتو د موشن‌ګرافیکونو په خپرولو او د سعدي‌ لوستنې  د کمپاینونو په پیلولو سره ښودلې چې کلاسیک ادبیات په نوې ټیکنالوژۍ کې هم ژوندي پاتې کېدای شي. دا نوښتونه د ځوانانو او نوي نسل د سعدي له فکرونو سره د بلدتیا لپاره مهم رول لوبولی دی.

Image Caption

 

په همدې لړ کې، ځینې کلتوري  بنسټونه او ادبي سټارټ‌ اپلیکیشنز، د غږیزو کتابونو، تعاملي اپلیکیشنونو او د حقیقت زیاتوالي  (Augmented Reality) په کارولو سره، د سعدي د آثارو د لوستلو نوې تجربه برابره کړې ده.

        د مسلکي ویناوالو په غږ،د گلستان اوریدل، یا د بوستان حکایتونه په ډیجیټل مصورو کیسو بڼه لیدل، داسې اورېدونکي جذب کړي چې شاید پخوا ئې له پخوانیو ادبیاتو سره لږه اړیکه درلوده.

 دوستانو دغې لړۍ ته کتنه ښئي چې سعدي نه یوازې د فارسي ادب یوه ستره قلا ده، بلکې اوس هم په ایرانيانو  کې د فرهنګ، تعلیم او ورځني ژوند په برخو کې اغیزشیندونکی او ژوندی شتون لري.

د هغه آثار، د ساده ژبې، ژور فکر او انساني لید سره، د پیړیو په اوږدو کې دوام کړی او له یوه نسله بل نسل ته لېږدول شوي دي. همدا ځانګړنې دي چې د سعدي د لمانځنې ورځ هر کال نوره هم پراخه او ولسي کوي.

نو مونږ هڅه کوو، په دغو مطلبونو کې د سعدي د لمانځنې ځینو مهمو غونډو ته اشاره وکړو:لکه  په شيراز کې د سعدي د مقبرې له رسمي دستورو او په تهران کې له ادبي تخصصي ناستو رانیولې، تر دې پورې چې  د ایران په بېلابېلو برخو کې د سعدي‌لوستنې  ورکشاپونه او د هغه د اثارو پر بنسټ هنري نندارې.

دا د پروګرامونوډولوالی ښئي چې سعدي یوازې یو کلاسیک شاعر نه دی، بلکې یوه فرهنګي پانګه ده چې د ایران هره برخه ورسره خبرې کولی او له هغه څخه الهام اخیستلی شي.

 مونږ په دغه مطلب کې د مجازي یا انټرنیټي  فضا رول ته هم اشاره وکړه، چېرې چې کاروونکي، هنرمندان او د مینځپانګې تولیدوونکي، په اوسمهاله  ژبه او نويو وسیلو سره، د سعدي شیرازي میراث بیا تولیدوي.

له پاډکاسټونو او موشن‌ګرافیکونو رانیولې تر تعاملي اپلیکیشنونو او مجازي کمپاینونو پورې، دا ټول ښئي چې د سعدي فکر د تاریخ له زړه څخه تیر شوی او په نوو بڼو کې له ټولنې سره خبرې کوي.

           په ټول  کې، د سعدي شیرازی د درنښت او  لمانځنې ورځ، له یوې کلیزې څخه ورهاخوا، د ادب، اخلاقو او ډله ایز حکمت د ژوندي ساتلو لپاره یوه موقع ده.

تر هغه وخته چې کلتوري بنسټونه، خلک، هنرمندان او ښوونکي د خپلې ورځې په ژبه او وسیلو سره د سعدي روایت ته دوام ورکوي، دا ستر شاعر نه یوازې د خلکو په تاریخي حافظې کې، بلکې د ایران په ورځني ژوند او راتلونکي کلتور کې هم تلپاتې  کېږي.

 نو د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب و خت هم همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي ،سوکاله او تاند ووسئ...

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************